تاند (یکشنبه، د دلوې ۲۰) امریکايي رسنۍ وايي چې په ننګرهار کې د افغان او امریکايي ځواکونو ترمنځ په نښته کې تر ۱۰ ډېر پوځیان وژل شوي دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دوو افغان چارواکو په قول ویلي چې په دې نښته کې لږترلږه ۵ امریکايي او ۶ افغان پوځیان وژل شوي دي.
ورځپاڼې همداراز د یوه امریکايي چارواکي، چې نوم یې نه دی اخیستی، په قول ویلي چې لږترلږه ۶ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.
په ننګرهار ولایت کې داعش او طالبانو دواړه فعالیت لري.
د امریکا پوځ تراوسه د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي خو دا یې تایید کړې چې امریکايي او افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې پر یو بل ډزې کړي دي.
دوی همداراز وايي چې په دې پېښه کې، چې پرون وشوه، نامعلوم شمېر ځواکونه وژل شوي دي.
ویل کېږي چې ممکن په دې شخړه کې د طالبانو نفوذي عناصر لاس ولري او یا دا چې د دواړو خواوو ترمنځ د کوم جنجال پر سر پېښه شوې وي.
د امریکا د پوځ ویندوی ډګروال ساني لیګیټ په یوه بیان کې ویلي چې افغان او امریکايي پوځیانو پر یو بل مخامخ ډزې کړي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو د دې پېښې په اړه له څه ویلو ډډه کړې خو د ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي قادري ویلي چې د افغان ملي اردو د ځواکونو او بهرنیو پوځیانو ترمنځ د ننګرهار په شېرزاد ولسوالي کې پرون (شنبه) ماسپښین نښته شوې ده.
قادري وویل چې د نښتې په دلیل نه پوهېږي خو فکر کوي چې د دواړو خواوو ترمنځ د سوتفاهم په نتیجه کې شوې وي.
سره له دې چې افغان او امریکايی ځواکونه د سختدریځو په وړاندې په مبارزه کې متحدان دي، تر دې پخوا هم څو ځلې خپلمنځي نښتې کړي دي.