تاند، یکشنبه، د دلوې ۲۰: د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، د تېر کال په پرتله د دغه ولایت د شاتو مچیو په تولید او تکثیر کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د کرنې د سرپرست رئیس ضمیر بهسودي په خبره، په ننګرهار کې د شاتو مچیو نږدې ۶۰۰ لوی او واړه فارمونه فعال دي چې له دې ډلې ۳۵۰ یې د ننګرهار د شاتو مچیو ټولنې سره راجستر شوي دي.

نوموړی وایي، د ننګرهار د شاتو مچیو په فارمونو کې له ۲۲ تر ۳۰ ډوله د شاتو مچۍ شته او په دغو فارمونو کې تر څلورو زرو پورې کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

بهسودي دغه راز ویلي چې سږ کال په ننګرهار ولایت کې ۵۰۰ مټریک ټنه شات تولید شوي چې د تېرکال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په ننګرهار ولایت کې ۳۵۰ مټریک ټنه شات تولید شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *