تاند، یکشنبه، د دلوې ۲۰مه: پر روڼتیا د څار ادارې تازه راپور وایي، د انرژۍ په سکټور کې د ښې حکومتدارۍ نشتوالی ۶۵ سلنه افغان وګړو ته د بریښنا د نه رسېدو لامل شوی دی.
د راپور د موندنو له مخې د انرژۍ سکتور وده کې بطي پرمختګ د افغانستان اقتصادي وده هم سوکه کړې او فساد ته یې هم زمینه برابره کړې ده.
د دغه بنسټ مشر اکرام افضلي وایي، که چیرې د انرژۍ په سکتور کې ستونزې حل نه شي نو اقتصادي وده به لا ورو شي او د هیواد چاپیریالي ستونزې به داسې کچې ته ورسیږي چې حل وړ به پاتې نه شي: (( د انرژۍ وزارت لاهم چمتو ندی چې د قانون په اساس اجرایي دندې برښنا شرکت، د اوبو رسونې شبکې او ښاري کانالیزاسیون ادارو ته انتقال کړي.))
همدا راز پر روڼتیا د څار ادارې څیړنې ښیې چې د بریښنا ادارې نه رامنځته کولو او د نفتو او ګازو ادارې نه عملیاتي کولو هم د انرژۍ سکټور ودې ته بده ضربه رسولې ده.
د دغه بنسټ یو څیړونکی ناصر تیموري هم وایي، افغان حکومت چې ۲۰۲۰ پورې بریښنا د خلکو د لاسرسي کوم هدف ټاکلی و، هغه کچه ۵۶ سلنه وه، خو اوس یوازې ۳۵ سلنه خلک لع بریښنا څخه برخمن دي.
نوموړی همدا راز وايي ، د سب سټیشنونو، لاین غځولو او بریښنا بندونو په چاره کې هم لویې ستونزې دي او د دې ملي پروژو کار په سمه توګه نه دی ترسره شوی.
خو د اوبو او انرژۍ وزارت دغه نظر ردوي او ویاند یې احمد شکیب وایي: “د انرژي او اوبو وزارت د افغانستان د انرژۍ او اوبو مدیریت لپاره د ځانګړو پلانونو وړاندې کولو په اړه خپلو ژمنو باندې ډیر کار کوي.”
افغانستان اوس د ۵۱۹ میګاواټه بریښنا تولید ظرفیت لري ، چې له دې جملې څخه ۵۱ سلنه یې حرارتي او ۴۹ سلنه یې د اوبو بریښنا ده.
افغانستان له نورو هیوادونو څخه هم په کال کې شاوخوا د ۲۵۰ میلیونه ډالرو بریښنا واردوي.
کچیری په اصل کی وکتل شی همدا اسماعیل خان او نور هغه چارواکی اسماعیل خان په لوړو انرژی سکتور کی په دنده ګمارلی باید عدلیی او قضایی چارو ته وسپاری او رسانیو مخکی ترینه څرګنده پوښتنه وشی چی دا ۴ میلیارده ډالر همدی وزارت چیرته مصرف کړی کچیری د نړیوالو خبری او رونتیا څار اداری خبری تبلیغات وی او یاد وزارت کوم ستراتیژی او د انرژی د ځان بساینی لپاره کومه طرحه لری یا کنړ او کابل او شمالی ولایتونو بندونو لپاره د ملی ګټو ته په کتو طرحه لری نو رسانیو دی په اړه معلومات ورکړی
سوال له اسماعیل خان څخه وشی چی ولی په لویو بندونو باندی کار یی ندی کړی ځکه په کونړ د شال په نوم یو بند وجود لری چی ۷۹۸ میګاواټه په ساعت برښنایی ظرفیت لری او همدارنګه په همدی ولایت نورو شپږ یا اووه بندونو سروی او مطالعه د هندیانو له لوری شوی چی د هر یو ظرفیت له ۳۰۰ او ۲۰۰ میګاواټو پر ساعت ده
همدا ډول په کابل کی کامه او سروبی دوم او شمالی ولایتونو کی باغدره او بغلان او بدخشان او نورو شمالی ولایتونو کی هم د برښنا د ظرفیت لرو بندونه شتون لری
زما په نظر نړیوال نغواړی چی دلته په بند جوړونه باندی له افغان دولت سره مرسته وکړی ځکه د هغه بند تخریب د مخالفین لپاره ستوزمن کیږی او ددی بند ساتلو لپاره امنیتی کسان ګمارل کیږی نو ځکه دلته په وارداتی برښنا باندی زیات تمرکز لری چی یو ماماتی د پنجشیر هم ورته ستونزی جوړی کړی
تر هغه چی افغان دولت ځان بساینی ته ونه رسیږی یا ټول معدن باندی کار شروع نکړی او بیا د همدی معادن پیسو باندی همدا بندونه جوړ نکړی بله لار نشته ځکه نړیوال د افغانستان کی سوله، سوکالی او آبادی نغواړی او نه یی هدف دی
افغان دولت باید لومړی د فقر او بیکاری لپاره لومړی ګام پورته کړی ځکه ۷۰ سلنه ولس بیکاره ده
ددی پر ځای چی دولت د خدمات ورته وړاندی کړی د دوی په مبایل کریډیټ باندی مالیه وضعه کړی او همدارنګه اوس دومره سخته کړی چی څوک ماسټری کوی باید ۳۰۰۰۰ یعنی دیرش زره افغانی فیس ورکړی چی مطلب د غریب سړی ځوی د تحصیل څخه پاتی کیږی او بل طرف بیکاری اوج ته رسیدلی او جنګ لپاره امریکا او پاکستان په ګډه کار کوی موږ افغانان لومړی باید سولی او بیا زیربنایی پروژو باندی چټک کار شروع کړو
ترڅو چی دا خارجی وزیران لکه د مالیی وزیر قیومی په کابینه کی وی یا سوداګری وزیر، برښنا شرکت ریس امان غالب چی زیاتره کسان وایی چی خارجی پاسپورت په جیب کی ده یا ځینی کسان وایی چی برتانوی تابعت هم لری لکه د ربانی ځوی یا نور هغه چارواکی چی په انګلیسی پوهیږی مګر د افغانستان د فرهنګ او جغرافیی په اړه معلومات نلری دا کسان لری نشی
ګمان نه کوم چی دا وړی شړی شی ځکه همدا چارواکی د امریکا او برتانیی او پاکستان ګټو لپاره کار کوی
همدارنګه تیر کابینه کی انور الحق احدی چی زیاتره کسان وایی چی برتانیی لپاره کار کوی چی برتانیه بیا پاکستان ګټو ورباندی تطبیق کوی همدی چارواکی په خپل وخت کی ټولی تصدی لغوه کړی او بیا خصوصی شرکتی سیستم شروع شو چی اوس پوری هیڅ اقتصادی او بندونو پروژه نده تکمیل شوی درحالیکه چی مخکی دولتونو هیڅ کمپیوتر نه پیژانده مګر دولتی چاری ډیری ښی پرمخ تللی
آیا پوه او استعداد تنها په انګلیسی او کمپیوتری پروګرامونو کی ده
یا جعلی د ماسټری او لیسانس سندونو کی ده چی خصوصی پوهنتونو نه یی لکه فارمی چورګوړی پیدا کوی او هغه کسان چی دولتی پوهنتونونه او انستیتونه ویلی ورته هیڅ اهمیت نه ورکوی
چی پخپله دولت اوس ورځ تر بلی فساد په وړاندی ناکام ښکاری ځکه دا فساد ټول هغه چارواکی کوی او کړی چی له خارج څخه په دورغو د ماسټری او لیسانس او دکتورا له سندونو سره راغلی مګر تمامه ورځ فیسبوک یا ټویټر کی لیکنی کوی
ولس به ولی له دولت واټن نه نیسی همدا بی کفایتی او د هر لنډغر په چوکی کینولو له لاسه دی
هر هغه څوک چی زما دا لیکنه لولی هیله کوم چی کچیری په لوړپوړی چارواکی یاست په ولس وژدانی رحم وکړی او د زړه له کومی د ولس حقیقی غوښتنی واوری او د برق په شان ګازو او نور معدنونو په کیندلو باندی کار وکړی
ځکه یوه ورځ خدای ته ورتلوونکی یاست کچیری کار نشی کولی استعفا خو ورکولی شی چی ویژدان مو آرامه شی
زما دا خبره تر ولسمشر ورسوی چی مهربانی وکړه ټولو هیوادوالو ته لومړی د کار زمینه پیدا کړه ترڅو د فقر کچه کمه شی
د فقر کمولو لپاره بل دا چی په خپل معادنو بیا ورسره ورسره په بندونو باندی کار وکړ
یو به زموږ اوبه مهار شی اوبل به په همدی بندونو کی زیاتو انجنیرانو او کارګرو ته د کارکولو زمینه برابره شی