تاند، یکشنبه، د دلوې ۲۰: طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې واشنګټن باید د سولې لپاره جدي ګامونه پورته کړي او افغان حکومت باید د سولې مخه ونه نیسي.
طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، امریکا باید د سولې په خبرو کې مسؤلیت په غاړه واخلي او ویلي یې دي چې په دې پروسه کې هر ډول ځنډ به د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته ونه کړي: “پدې لاره کې ځنډ او عذرونه د بحران د دوام لامل دی او متحده ایالات باید د سولې پروسې د بریا لپاره جدي ګامونه پورته کړي او خپل مسؤلیتونه سرته ورسوي.”
په ورته وخت کې ، د طالبانو پخوانی غړی سیداکبر آغا وايي چې متحده ایالاتو د سولې په خبرو کې نوي شرایط وړاندې کړي دي.
خو بلخوا د ولسمشر د ویاند مرستیاله درانۍ وزیري وایي، طالبان باید د جګړې او تاوتریخوالي مخه ونیسي او په ریښتیني معنی د سولې پروسې سره یو ځای شي.
د تاوتریخوالي دایمي یا اوږدمهاله کمښت طالبانو ته د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد ترټولو مهم وړاندیز دی ، چې اوس کابل ته له سفر وروسته له طالبانو سره پرې د نورو خبرو پلان لري.
جنګ ودروي افغانستان ته راشي او له افغان ملته ببخشنه وغاړي دا خو دومره دروند کار نه دی
دوه ورځی مخکی په کابل کی د پاکستان سفیر وویل چی سوله کی پرمختګ شوی او همدارنګه تیره ورځ کابلوف وویل چی طالبان د امریکا سره تر تړون وروسته له افغان دولت سره هم خبری کوی
که د تاسی په یاد وی خلیلزاد طالبانو د یوه اوونی یا لس ورځی وخت ورکړی چی له مشرانو سره په اوربند کولو باندی مشوری وکړی ددی پر ځای چی خپلو کی یعنی په قطر کی مشوره وکړی د مشوری په نوم تر پاکستان پوځیانو او استخباراتو یی ځان ورسوو نو دلته بیا ماته د کرزی خبره را یاد شی چی ویلی وو چی د سولی اصلی کیلی د پاکستان او امریکا په لاس کی ده
نو چی کله طالبان خپلواک ندی نو بیا ولی امریکا ورسره خبری کوی ولی د طالبانو پر ځای له پاکستان خبری نه کوی او چهنی ورسره نه وهی
کچیری د قطر طالب چارواکی خپلواک وی نو بیا ولی دوی تر پاکستان هر ځلی منډی وهی
ځکه دوی خو د طالبانو مشرانو له لوری باصلاحیت نماینده ګان تعیین شوی
کچیری صلاحیت نلری نو باصلاحیت مشرچی ملاهیبت الله ده ورسره خبری شروع کړی چی خبره نوره سپینه شی
کچیری د ملاعمر په شان دا هم پاکستان استخباراتو وژلی وی نو نوی مشر د اعلان کړی کچیری د دوی مشران په هلمند یا کندهار یا بل ولایت کی وی نو امریکا ولی په هلمند یا کندهار کی ورسره خبری نه کوی نو خلیلزاد چی پاکستان ته منډی وهی نو ولی هلمند ته نه ځی او د دوی د مشرانو مستقیم نظر نه اخلی
کچیری خلیلزاد په دی پوهیږی چی مشران یی په پاکستان کی دی نو ولی امریکا په پاکستان باندی فشار نه راوړی او سپاه پاسدارانو په شان بندیز ورباندی نه لګوی
کچیری هلمند یا کندهار او پاکستان کی نشته نو بیا رسانیو ته ووایی چی دوی له چا سره خبری کوی او قطر طالب چارواکی مشوری له چا سره کړی او کوی یی
ځکه دا دولت دنده چی له خلیلزاده معلومات واخلی یا پخپله رسانیو ته په څرګند ډول ووایی چی د دوی مشران او نظامیان چیرته دی ولی د دوی په شتون کی طالبان دومره پیاوړی شول چی اوس له دوی څخه د طالبانو د استوګنځای په اړه معلومات نشته او باید رسانیو ته معلومات ورکړی
دا رسانیو مسولیت هم ده چی له خلیلزاد د دوی واقعی مشرانو پوښتنه وکړی کچیری د دوی مشران په کندهار یا هلمند کی دی ولی دوی مستقیم هلمند ته نه ځی کچیری پاکستان کی دی ولی دوی له پاکستان سره مخامخ خبری نه کوی