تاند، یکشنبه، د دلوې ۲۰مه: په هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د ۱۵ دولتي ادارو ګډې کمیټې خپله لومړۍ ناسته وکړه.
د عامې روغتیا وزارت لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د عامې روغتیا، ملي دفاع ، کورنیو چارو ، بهرنیو چارو ، مالیې ، پوهنې ، کرنې ، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارتونو استازو تر څنګ د اطلاعاتو او کلتور ، صنعت او تجارت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ، حج او اوقافو ، لوړو زده کړو او ترانسپورټ وزارتونو ، ملي امنیت عمومي ریاست ، سره صلیب او د ملکي هوایي چلند ادارې استازو هم برخه اخیستې وه.
غونډه کې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي او کنټرول ، د ویروس د نښو او علایمو په اړه د عامه پوهاوي لوړولو او د ویروس د مخنیوي په لارو چارو بحث شوی دی.
دوی همدارنګه د چین له ووهان ښار څخه د افغان زده کونکو او کورنیو لیږدولو په اړه هم بحث وکړ خو ټینګار شوی چې دوی باید افعانستان ته له راوړلو سره قرنطین شي.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت ویاند توحید شکوهمند وای، چې د عامې روغتیا وزارت د هیواد په هوایی ډګرونو ، سرحدونو او بندرونو کې د روغتیا ټیمونو اضافه کولو سربیره په کابل او نورو ولایتونو کې د ویروس د کنټرول لپاره ځانګړي واحدونه فعال کړي دي.