تاند، یکشنبه، د دلوې ۲۰مه: د سولې عالي شورا د دارالانشاء پخوانی مشر او دولسمشر غني د ټاکنیر کمپاین رئیس وایي، دولت ساز ټیم به له بریالي کیدو سره سم د سولې بهیر د چټکتیا لپاره لویه جرګه ور وغواړي او د سولې په برخه کې به د سیاسي اپوزیسیون او حکومت ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو هڅې ګړندۍ کړي.
نوموړي پر طالبانو تور ولګاوه چې هیڅ موقف نه لري او له دولت سره منحیث نظام لا هم خبرو ته تیار نه دي: ((طالبان له یوه فرد سره نه، د افغانستان له نظام سره ستونزه لري، دا ښه خبر نه ده چې یو لوری دې په تول توان مذاکرات غواړي او بل طرف دې هم له خپل مغرورانه دریځ څخه تنزل نه کوي.))
داوودزي پر سیاسي مشرانو هم له دې امله نیوکې وکړې چې د سولې پروسه کې یې مقابل لوري ته عاجزي او تضرع ښودلې ده: ((دا چې سیاسیون د حکومت د سولې طرحه نه مني ښه خبره نه ده، لکه د حکومت لخوا چې د سیاسیونو نه منل ښه خبر نه دی.))
نوموړی زیاته کړه داخلي اجماع باید پر دو برخو وویشل شي، چې یوه یې ملي اجماع او بله هم سیاسي اجماع وي: ((سیاسي اجماع کې به د حکومت اپوزیسیون سیاسي مشران او بنسټونه مشترکې نقطې ته ځان سره رسوي او د ملي اجماع لپاره به لویه جرګه راغوښتل کیږي.))
ښاغلي داوودزي دغه راز ټینګار وکړ چې ټاکنیز ټیم یې دولت ساز په پام کې لري چې د مصالحې رهبري شورا بیا جوړه کړي: ((مذاکرات به له دولت سره کیږي داچې څنګه به ټول شموله ټیم جوړیږي په دې پورې تړاو لري چې حکومت څومره ټولشموله دی.))
د دولت ساز د کمپاین مشر داسې مهال داڅرګندونې کوي چې د عبدالله په ګډون ټول سیاسي مشران له طالبانو سره په جلا جلا ډول د سولې د مذاکراتو طرحې وړاندې کوي او ایتلافونه تشکیلوي.
د قدر وړ او مخترم داوود زی صاحب د پام وړ۰
اسلامو علیکم۰
مخترمه که چیری اول په دری یا څلور مهمو ولایاتو لکه قندهار/جلالاباد/ګردیز/ او کابل کی یوه یوه د سولی د خونی په نامه
دفترونه پرانستل شی۰ او د مر بوطه ولایت مشران او پوهان د همغه سیمی د مربوطو طالیبی قوماندانانو سره اړیکی ونیسی۰
پدی طریقه یوه بینالافغانی پروسه د وطن په داخل کی شروع کیږی۰ پاک او ولس ته ٌصادق مشران د ولس په صفوفو کی شته
چه په پاک نیت د سولی لپاره کار وکړی ۰ د امکان تر حده خا رجی جاسوسان پداسی یوه لاره نفوذ نشی کولای۰
اصل کی د جنګ رهبری ددی قوماندانانو سره ده۰ پردی هیوادونه د افغان په چګړه تجارت کوی۰ مننه
د څو نورو مشرانو د وژلو لپاره ښه تجویز دی!