تاند- د بشري حقونو یوې نړیوالې ډلې اعلان وکړ چې په سوریه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو بلواګرو له لوري له ښځو سره زورزیاتی زیات شوی دی.
د بشري حقونو د اروپا او مدیترانې د شبکې له راپور سره سم د ۲۰۱۱ میلادي کال له مارچ څخه تراوسه پوري د سوریې په روانه شخړه کې پر نژدې شپږ زره ښځو جنسي تېری شوی دی.
د بشري حقونو د دې شبکې په وینا له ښځو سره د جنسي تېري په وسیله هڅه کېږي چې هغوی په ټولنه کې بدنامه او د کور – اور پرېښودو ته مجبوره کړای شي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې جګړه مارې ډلې له ښځو او د هغوی له ماشومانو څخه په جګړه کې د ډال په توګه کار اخلي.
دا شبکه وايي چې خپل راپور یې د روان ۲۰۱۳ میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې له هغو ښځو سره د مرکو پر اساس جوړ کړی چې زیاتی ورسره شوی دی.
په راپور کې ویل شوي چې په سلګونو ښځې څرنګه په زوره نیول شوي، جنسي تجاوز پرې شوی او ترۍ تم کړای شوي دي.
د بشري حقونو په دې راپور کې په دولتي مرکزونو کې له ښځو سره د زورزیاتي او تجاوز پر زیاتېدو هم ژوره اندېښنه ښکاره شوې ده.
د ملګروملتو له راپورونو سره سم د سوریې په دوه کلنه جګړه کې تر یو لک زیات خلک وژل شوي او تر دوو ملیونو ډېر نور مهاجرت ته مجبوره شوي دي.
د ا هغه بی ناموسه د امریکی غلامان دی چی د سوریی شکلی نظام ړنګوی