تاند، دوشنبه، د دلوې ۲۱مه: د ملي امنیت ځواکونو د کندوز په خان اباد کې د طالبانو یو زندان مات کړی او ۱۷ بندیان یې ترې خوشې کړي دي.
د کندوز امنیه قومندان عبدالرشید بشیر وایي، عملیات تېره شپه د د خان اباد په کوبي کلي کې د طالبانو په زندان ترسره شوي دي.
ښاغلي بشیر نه دي ویلي، چې په خوشې شویو بندیانو کې ملکیان او نظامیان څومره وو؟ خو امثره مهال د طالبانو له زندانونو څخه د عملیاتو په نتیجه کې سرتېري، محلي پولیس او ملي پولیس او ملکیان ازادیږي.
د بشیر په خبره چې په دې عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو کوم غړي او یا هم بندي ته زیان نه دی رسیدلی.
په تېر یو کال کې افغان ځواکونو د طالبانو تر ټولو ډېر زندانونه مات کړي دي.