تاند، دوشنبه، د لوې ۲۱مه: د ترکيې په وان ایالت کې د بشري حقونو يوې ډلې ويلي چې د افغانستان او سوريې هيوادونو ۱۳ کډوال د ترکیې په چالداران غرونو کې د واورې په شديد توپان کې له بند پاتې کېدو وروسته مړه شوي دي.
د جرمني خبري آژانس د بشري حقونو يوې ډلې له قوله خبر ورکړی چې دغه مهاجر وروسته له هغې چې د ايران له خاورې، ترکيې ته داخل شوي وو د واورې په توپان کې بند پاتې شول او د سړې هوا له امله مړه شول.
د ترکيې د وان ايالت والي مفتح امين بیملز هم اناتولي خبري آژانس ته تایید کړې چې ۱۳ مهاجر له سرحد څخه په غيرقانوني توګه تر اوښتو وروسته، د سړې هوا له امله مړه شوي دي.
دغه سيمه یيز چارواکي ويلي، چې د ډيرې سړې هوا له کبله مسوولې ادارې نه دي توانيدلي د پيښې ځای ته لازمې مرستې ورسوي.
په لومړي سر کې د مړه شویو مهاجرو هويت مشخص نه وو، خو ترکي ورځپاڼې «اورنسل» ليکلي دي چې په دغو ۱۳ کسانو کې ۱۰ تنه يې افغانان او درې نور ېې د سوريې د کوباني ښار اوسيدونکي دي.
خو دا لومړنی ځل نه دی چې د ايران او ترکې په سرحدي سيمه کې په ځانګړې توګه د افغان مهاجرو داسې مرګونې پيښه رامنځ ته کيږي.
تر دې وړاندې هم د ايران او ترکيې ترمنځ سرحدي سيمه کې د افغان مهاجرو يخ وهلي جسدونه موندل شوي وو.