تاند، دوشنبه، د دلوې ۲۱مه: د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ سره په همغږۍ راتلونکې اوونۍ په دغه هیواد کې د افغان مهاجرینو د ۴۰ مې کلیزې په مناسبت دوه ورځنۍ نړیواله غونډه رابولي.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وايي چې دا ناسته به په اسلام اباد کې وشي او د لومړي وزیر عمران خان لخوا به پرانیستل شي.
خبرپاڼه واييؤ په دې ناسته کې به د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنران، وزیران او د شلو هیوادونو لوړ پوړي چارواکي برخه واخلي.
په افغانستان کې د مهاجرت لپاره د نړیوال سازمان احصایې ښیې چې شاوخوا دوه نیم میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې یو میلیون او ۳۰۰ زره یې راجستر او یو میلیون او سل زره شاوخوا یې ناراجستره کډوال دي.
د کډوالو سازمان په وینا ، په پاکستان کې د راجستر شويو افغانانو کارتونه به د روان هجري شمسي کال په حوت کې ټول باطل شي.
افغان دولت باید د مهاجرو د راستنیدو لپاره اړین ګامونه پورته کړی او کچیری پدی غونډه کی ګډون کوی نو له ملګری ملتونه د وغواړی چی ټول افغانان که په زور وی یا رضا نور بیرته افغانستان ته ستانه کړی
ځکه کچیری ژوند کوو یا مړه کیږو نو ټول به یوځای هرڅه زغم سره مخ ته بیایو او هغه کسان یا وسلوال چی کورنی په پاکستان کی دی معلوم به شی چی د چا زوی یا ورور یا پلار له وسلوالو سره اړیکه لری او چیرته اوسیږی باید دا ډول غونډی او ناستی د هغو مهاجرو په اړه هم ونیول شی چی په ایران، روسیه او نورو نړیوالو هیوادونو ته تللی
ځکه چی ترڅو د مهاجرت موضوع ته بنیادی کار ونشی او شته افغانانو ته کار زمینه برابره نشی ستونزی زیاتیږی او د حل لاری ژر نه پیدا کیږی