څو کاله مخکې چې د ژورنالېزم علاقه  او بازار خورا تود و، ما هم سل زړونه یو کړل، د ننګرهار میدیوتیک دفتر ته په یوه اړوند کورس کې د ګډون په هیله لاړم.

بصیر سباوون استاد مې په اول ځل همدلته ولید، دی زموږ لومړی ښوونکی و، د ژورنالیزم په اخلاقو پسې یې د خبر په اړه یو لکچر درلود.

په دې ورځ یې بسم الله پسې پر سپینې تختې یو هرم زاویه رسم کړه، زما چې په ښوونځي کې له ریاضیاتو زړه شین و، طبیعت خټه شو.

ما ویل که دا کورس هم رانه شل نه شي، خو لږ وروسته یې چې خبر تشریح کړ، ویل یې خبر د سرچپه هرم حیثیت لري.

له لاندې برخې نه پورته راځي او د یوې مهمې او ګرمې موضوع اطلاعات خلکو ته وایي.

د هغه مثال رانه هېردی، خو لکه چې د کومې فرضي چاودنې د جزیاتو په حواله یې پوهولو.

زه به خپل یو مثال درکړم، فرض کړئ یو ملګری مو چېرته څو میاشتې مسلسل د خېښۍ په نیت جرګې، مرکې لېږي، آخر یې دعا قبلېږي، دسمال لاسته ورځي.

په دې که د ملګرو او دوستانو په سطحه خبر لیکو، د اطلاع شریکولو د معمول او تیوریکې قاعدې مطابق نورو دوستانو ته اول دا وایو چې: پلاني ته یې دسمال راوړ.

بیا وایو، اول یې کورنۍ نه راضي کېده، بیا یې څو میاشتې جرګې، مرکې لېږلې، اوس یې لوړ ولور پرې ایښی.

دا هم د سرچپه هرم مطابق د ښه او جذبونکي اطلاع شریکولو لاره ده.

سرچپه هرم دلته ډېرښه شی دی، خو هر ځای نه.

زموږ سیاسي فعالانو په سیاست، مبارزه او هدف لاسته راوړلو کې هم تقریباً ټولو د سرچپه هرم له قاعدې کار اخیستل د خپل کار بڼه او تاکتیک ټاکلی.

دوی هغه کارونه، رابطې، کوششونه او هدفونه چې باید وروسته یې ولري، په اول کې کول غواړي.

مثلاً: واکمنېدل، مطرح کېدل، بهرنیانو سره رابطې جوړول، غټې، غټې خبرې، ځانته په یوه لوی حیثیت قایلېدل او نور لوړ خیالات پیدا کوي.

ولس چې د سیاسي اصولو مطابق د دوی د منل کېدو، واک ته رسولو او مطرح کولو اصلي، موثر او دایمي مرجع ده، د وروستۍ مرجع په نظر ورته ګوري.

څوک یې په یوه هېواد، څوک په یوې مافیایي او خاینې ډلې او څوک په کوم بل داسې بدنام ادرس پسې منډې وهي او د هغوی په وسیله د ځان مطرح کېدو، واکمنېدو او نورو شدیدو جنوني هوسونو د پوره کېدو کوشش کوي.

دا هماغه تر منزله د کوږ بار رسولو د متل عملي تجربه ده، خواري کوي خو منزل ته له رسېدو مخکې یې کوږ بار له اوږې لوېږي او د بار لویدو پېغور ورته ترمودو، مودو د پوزې پېزوان شي.

دا تجربې په دې وطن کې تر حد زیاتې وشوې، ډېرو سیاسي او جنګي قوتونو، اشخاصو او جهتونو د هوس پوره کولو منزل ته د زر او اسانه رسېدو په نیت یو پردی بار په اوږه کړ، د بار ورکونکي په فرمایش یې ګامونه واخیستل، په مخه ورتلونکو لارویو سره یې خپل بار ټکر کړ، څوک یې پر بار ژوبل او وځپل شول، چا یې پر بار له یوه پاس منزله ټوپ کړل، له بار سره یې وپرځاوه او چا ورسره نورې کانې وکړې، خو یوه ته هم تر منزله د رسېدو او کرار پاتې کېدو زمینه مساعده نه شوه.

دا لوبه تر اوسه روانه ده، چا د چا او د چا بار په اوږو کړی، د هر یوه په بار کې ددې ولس د ځپلو، ذلیلولو او کم حیثیته کولو وسایل پراته دي.

هر یوه یې په همدې ولس ګواښېږي، یوه برخه خلک په یوه پسې لګیدلي، یوه برخه په بل پسې.

دې ته کم فکر کېږي، چې د واک منزل ته د رسېدو لپاره باید بار وړونکي د همدې ولس د مختلفو قشرونو، ذوقونو او تقاضاوو مطابق د یوه مشترک بار په برابرولو او اوږه کولو خپله پهلواني وښيي.

د سرچپه هرم لوبه زموږ د بدنامه سیاست یو اساسي بد خاصیت دی، دا حرم د زیاتو هوسیانو ککرۍ او کاږه بارونه خاورې کړل، دا وطن یې هم خاورې او ذلیل کړی، دا هرم نور سمول غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *