تاند، دوشنبه، د دلوې ۲۱مه: د سرپل ولایت چارواکي وايي، دوه مېرمنې چې سره مور او لور وې، د دې ولایت یکاب دشت سیمه کې د ناپېژانده وسله والو لخوا وژل شوې دي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني له تاند سره په خبرو کې وویل چې دغه پېښه نن دوشنبه سهار څلور بجې رامنځته شوې ده.

ښاغلي اماني زیاته کړه چې ۴۰ کلنه ضعیفه میرمن له خپلې ۲۳ کلنې لور سره د  ناپېژانده وسله والو لخوا وژل شوې دي، او دا مهال یې جسدونه د سرپل ولایت روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړی وايي، چې د پېښې په تړاو تر اوسه څوک ندي نیول شوي، خو امنیتي ځواکونو خپلې پلټنې پیل کړي دي.

بلخوا د شوې پېښې مسؤلیت کومې ډلې هم ندی منلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *