تاند، دوشنبه، د دلوې ۲۱مه: د افغانستان کانونو او پېټرولیم وزارت د خپلو پوروړیو شرکتونو نومونه افشا کړي او وايي، که دا پوروړي شرکتونه خپل پور ورنه کړي، نو څارنوالۍ ته به یې ور وپېژني.

دا ۴۷ افشا کړای شوي شرکتونه د ځایونو د کرایو، حق الامتیاز، او د کانونو وزارت د مالیو په ورکړه کې د ځنډ له امله تر څلور میلیون افغانیو پوروړي دي او په کابل کې فعال دي.

د کانونو او پېټرولیم وزارت ویاند قدیر مطفي تاند ته وایي، په مجموع کې یاد وزارت ۴۵۰ میلیونه افغانۍ پور لري او دا افشاګرۍ اخرې نه دي بلکې ژر به په ولایتونو کې د دغه وزارت د پوروړیو شرکتونو نومونه هم په ډاګه کړي: ((کانونو او پټرولیم وزارت په کال ۱۳۹۸ مبلغ (۲۰۳) میلونه افغانۍ مقروضیت راټول کړی دی؛ اما ځينې شرکتونه دهغه مشخص شوي مکانیزم په اساس نه حاضریږي چې خپل مقروضیت (رویالټي) یا حق المتیاز ورکړي.))

په همدې حال کې د کانونو او صنایعو د خونې رییس رحیم الله سمندر وايي، په افشا شوي لېست کې د کانونو د لویو شرکتونو نومونه نشته.

د ده په وینا هغو سیمو کې چې کانونه وي امنیتي ستونزې، د سیمه ییزو زورواکو لاسوهنې او ناقانونه باج اخېستنې د دې لامل کېږي چې قراردادیان نه شي کولی د خپلو تړونونو له مخې خپل کارونه پوره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *