تاند، سه شنبه، د دلوې ۲۲مه: د ملي دفاع وزات وايي، په غور او هرات کې يې پوځیانو ته د ۴ قومندانانو په شمول ۱۷۲ طالبان تسلیم شوي دي.
د دفاع وزارت لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کېراغلي چې د غور، شهرک ولسوالۍ په جام، شیربچه او اسطوره کلیو کې ورته د طالب قومندانانو عبدالله، محمد یوسف او ملا سرور په ګډون ۱۶۰ طالبان تسلیم شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې د هرات په چشت شریف کې هم د طالب قومندان نصر الدین په مشرۍ ۱۲ وسله وال ورته له خپلو وسلو سره تسلیم شوي دي.
دفاغ وزارت وايي، په دواړو ولایتونو کې یې پر طالبانو خپل فشارونه په بې ساري ډول زیات کړي دي چې له کبله یې په وروستیو څو میاشتو کې د تسلیم شویو طالبانو شمېر ۵۸۲ تنو ته ورسېده.
طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.