تاند، سه شنبه، د دلوې ۲۲مه: د اوبو او انرژۍ وزارت نن او سبا د بارانونو له کبله د سیندونو د اوبو د ډېرېدو او قوي سیلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی.

دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې چې تاند ته یې هم استولې ویلي، د دلوې په ۲۲مه او ۲۳مه ټول هېواد کې خصوصا په سیندیزو حوزو کې د درنو سیلابونو د راوتلو امکان ډېر دی.

وزارت وايي، د هایدرو متیورلوژیکي سټیشنونو او هوا پېژندنې د نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې په هېواد کې د وروستیو بارانونو له کبله د درنو سېلابونو امکان دی چې ورسره به د ترنک، ارغنداب، هلمند، فراه رود، هریرود، هرات، غور، بادغیس او کشک سیندونو د اوبو کچه خورا لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د هوا پيژندې ملي ادارې خبرداری ورکړی و چې په شلو ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو امکان دی چې له کبله به یې خلک له سختو ستونزو سره مخ شي.

نن سهار دغه بارانوننه په ګڼو ولایتونو کې پيل شوې دي او د سالنګ لاره هم د واورو د توپان له کبله د لویو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *