سعدي (۱۲۱۰-۱۲۹۱ یا ۱۲۹۲ز) د فارسي ژبې له لویو لیکوالو څخه دی. په ادبي تذکرو کې یې نوم ابومحمد مصلح الدین بن عبدالله شېرازي ثبت دی. عام وګړي یې شیخ سعدي بولي. شهرت یې دومره دی چې پېژندګلوۍ ته اړتیا نه لري. په نثر و نظم کې یې اخلاقي اړخ تر ډېره غالب دی. سعدي په پخواني شېراز کې زېږېدلی او د اوسني ایران د شېراز په سعدیه سیمه کې خښ دی. د عراقي سبک کامیابې بېلګې د شیخ سعدي په کتابونو کې موندلی شو.

تاسو یې دلته د څو لنډو حکایتونو ژباړه لولئ:

قیمتي غمی

د باران کوچنی څاڅکی له ورېځو راپرېوت. د سمندر ژوروالی (پراخوالی) یې چې وکوت نو د کمترۍ احساس یې وکړ او په زړه کې یې وویل چې د سمندر پر وړاندې زما حیثیت څه دی؟! د سمندر په شتون کې خو زه له نشت سره برابر یم. کله یې چې ځان ته په سپکه (حقارت) وکتل نو یو صدف ورته په زړه کې دننه ځای ورکړ او د ده په روزنه کې یې پوره زحمت وګاله. په ډېرو کمو ورځو کې دا څاڅکی یو قیمتي غمی شو او د پاچا د تاج ښایست شو.

پاچا او دروېش

یوه نېک سړي په خوب کې ولیدل چې یو پاچا په جنت کې دی او یو بل دروېش په دوزخ کې پروت دی. دا سړی په دې فکر کې شو چې خلک خو داسې ګومان کوي چې پاچا به په دوزخ کې وي او دروېش به په جنت کې، مګر دلته خو خبره سرچپه ده. څه خبر چې د دې به څه سبب وي؟!

له غیبو اواز راغی: دې پاچا دروېشانو سره عقیدت درلود، ځکه په جنت کې دی او د هغې دروېش لوی شوق دا و چې پاچایانو ته نژدې شي، ځکه په دوزخ کې پروت دی.

صدر

د حلب په بازارونو کې یوه سوالګر چیغې وهلې: مالدارو! که په تاسو کې انصاف وی او په موږ کې د صبر توفیق وی، نو له نړۍ به د سوالګرۍ رواج ختم شوی و.

ناروغ سپی او حضرت جنید بغدادي رحمه الله

شیخ الطایفه حضرت جنید بغدادي رحمه الله یو ځلې په دښته کې روان و، چې یو کمزوری او زخمی سپی یې ولید چې له لوږې مړ کېده. حضرت جنید رحمه الله د خپل سفر نیمایي خواړه په هغه سپي وخوړل او هغه سپی پاڅېد، روان شو. اورېدلي مې دي چې حضرت جنید چې کله له هغه ځایه روانېده، نو ژړل یې او ویل یې: څوک پوهېږي چې په موږ دواړو کې د الله پر وړاندې څوک غوره دی؟ ځکه سپی د خپلې ټولې بدنامۍ سره سره چې کله مړ شي نو دوزخ ته به نه وړل کېږي.

بوټان او پښې

د زمانې ګردشونو او سختو ورځو زه هیڅکله غمجن کړی نه یم او نه مې زړه مات شوی دی، مګر یو وار زښت ملال شوم چې نه مې په پښو کې بوټان وو او نه مې په جېب کې د بوټانو د اخیستو لپاره پیسې وې.

زه حیران او پرېشان د کوفې جومات ته لاړم، څه ګورم چې د یوه سړي بېخي پښې نشته. ما د خپلو پښو په سلامتۍ د خدای شکر ادا کړ او پښې یبلې (لوڅې پښې) اوسېدل مې غنیمت وګڼل.

سره او سپین زر

یوه مساپر نه په یوه لویه دښته کې لار ورکه شوه. له بد قسمتۍ نه خواړه یې هم ختم شوي وو او د لوږې د زغملو توان یې هم نور نه درلود. هو، ملا پورې یې څه روپۍ تړلې وې. ګرچاپېره وګرځېد خو لار یې ونه موندله. اخر یې ساه ورکړه او مړ شو.

څه موده وروسته کومه قافله پر دې لاره تېرېدله. که ګوري نو د مړي مخې ته همیانۍ ایښې دي او پر ځمکه لیکل شوي: پر مال و دولت ګېډه نه مړېږي. له سرو او سپینو زرو څخه شلغم ښه دي چې ګېډه خو پرې مړېږي.

بد بخته

څو صوفیان په یوه مجلس کې راټول شوي وو او اخوا دې خوا خبرې یې کولې. په دوی کې یوه تن د داسې یوه شخص بد ویل شروع کړل چې هغه هلته موجود نه و. په مجلس کې د شته خلکو نه یوه رښتیني دروېش ترې پوښتنه وکړه: ملګریه، تا کله انګرېزانو سره جهاد کړی دی؟

هغه ځواب ورکړ: ما په ټول عمر کې د خپلو څلورو دېوالونو نه بهر قدم هم نه دی ایښی!

رښتیني دروېش وویل: ملګرو، ما لا دومره بد بخته نه و لیدلی، چې کافران یې له حملې او خطره بې فکره دي، د سکون او امن شپېلۍ غږوي خو مسلمان یې د ژبې ښکار شوی دی.

نېک خویه سړی

یو سړی د ډېرو ښو اخلاقو او ښه سیرت څښتن و. هغه به بدو خلکو ته هم ښې خبرې کولې ځکه د هغه نظر به د نېک خوی له وجې د خلکو په عیبونو نه پرېوته. کله چې له دې فاني نړۍ نه وکوچېد، نو چا په خوب کې ولید او پوښتنه یې ترې وکړه: له مرګ وروسته دې حال څنګه و؟ هغه په خندا ورته وویل: الحمدالله، ما سره هیڅ سختي ونه شوه ځکه ما هم هیڅکله چا سره سختي نه وه کړې.

اصلي راز

کوم پاچا رسول اکرم صلي الله علیه وسلم ته یو طبیب ور ولېږه چې د ضرورت پر وخت به ستاسو د ټولي علاج او تداوي کوي. طبیب ډېره موده په مدینه کې پاتې شو خو هیڅوک ورته د علاج لپاره ورنغی. حکیم چې دا مسلسله بې کاري ولیده نو رسول اکرم صلي الله علیه وسلم ته یې عرض وکړ: تاسو ته معلومه ده چې زه د ډېرې مودې نه صرف ستاسو د ملګرو د خدمت لپاره دلته حاضر یم، مګر په دې دومره وخت کې هیڅوک ماته رانغی!

رسول اکرم صلي الله علیه وسلم وفرمایل: د دې خلکو دا قاعده ده تر څو چې لوږه پرې غالبه نه شي، ډوډۍ ته لاس نه ور وړي او لا ماړه نه وي چې بس یې کړي، ځکه خو ستاسې د خدمتونو نه د ګټې اخیستنې موقع کمه پیدا کېږي. حکیم وویل: بې شکه! د تندرستۍ اصلي راز همدا دی، چې په شتون کې به یې ماته ضرورت نه وي.

تر دې وروسته حکیم اداب مراعت کړل او د وطن په لوري رهي شو.

بده خبره

ما یوه ملګري ته وویل: (غالبا) هوښیارانو ځکه خاموشۍ ته پر خبرو کولو ترجیح ورکړې ده چې د خبرو پر مهال کومه بده خبره له زړه (خولې) ونه وځي.

ملګري مې وویل: ورور جانه، که هر څومره ښې خبرې وکړې، د ګوته نیوونکو نظر هیڅکله پر ښو نه لګي.

د عقل خاوند

یو بد مست شرابي د یوه حق پرسته هوښیار ګرېوان ونیو او په څپېړو یې وواهه. هغه نېک سړي په خاموشۍ وهل وخوړل او اف قدرې یې هم ونه کړ. چا ورته وویل: تا خو په لاسونو کې بنګړي نه وو اچولي، ولې دې د دې بې تربیې زړه مات نه کړ؟

نېک خویه انسان ځواب ورکړ چې وروره هغه خو رند و، زه خو هوښیار یم. له هوښیاره باید ولې داسې توقع وشي چې هغه دې له رند سره لاس و ګرېوان شي؟!

د دښمن مړینه

چا نوشېروان عادل (پاچا) ته زېری یووړ چې الله تعالی ستا پلانی دښمن له ځمکې پورته کړ. نوشېروان وویل: ایا تا دا خبره اورېدلې چې زه مرګ پرېښودم؟ د دښمن مړینه زموږ د خوشالۍ موقع نه ده، په داسې حال کې چې موږ هم تلپاتې نه یوو.

یاد

یوه پاچا له یوه سپېڅلي سړي نه پوښتنه وکړه چې تاته زه هم کله در یادېږم؟

هغه ورته وفرمایل: هو، کله چې خدای هېر کړم.

عقل و تمیز

په ماشومتوب کې مې یوه عالم نه پوښتنه کړې وه چې انسان کله بالغ کېږي؟

هغه راته وفرمایل: کله چې عقل و تمیز پیداکړي.

کامل مرشد

یو ځلې یوه کامل مرشد خپل مرید ته ویل: ای زویه، رزق سره چې د انسان څومره رغبت دی که دومره رزق ورکوونکي سره وی، نو د ده مقام به له پرښتو هم لوړ شوی و.

د نورو عیب

خلکو له یوه پرهېزګار سړي نه پوښتنه وکړه: د پلاني عابد (عبادت کوونکي) په اړه خلک بدې خبرې کوي، ستاسو د هغه په اړه څه خیال دی؟

هغه وویل چې زه د هغه په ظاهر کې هیڅ عیب نه وینم، پاتې شو د هغه باطن نو زه د غیبو علم نه لرم.

څوک دې چې د پرهېزګارۍ په لباس کې ولید، هغه پرهېزګار او نېک وګڼه.

ناپوه پوه

جالینوس یو احمق وکوت چې د یوه پوه سړي ګرېوان یې نیولی و او د هغه بې عزتي یې کوله. دا خراب منظر چې جالینوس وکوت نو ویې ویل: که دا سړی په حقیقت کې پوه وی، نو خبره به تر دې نه را رسېدله چې یو احمق دې پرې لاس پورته کړي.

خبره مه پرې کوه

یوه هوښیار نه مې واورېدل چې ویل یې: هیڅوک د خپلې نادانۍ تصدیق هیڅکله نه کوي، مګر هغه څوک چې د بل سړي د خبرې تر ختمېدو دمخه خپله خبره شروع کړي، ګویا خپله د خپلې نادانۍ تصدیق کوي.

هوښیار او د تدبیر څښتن هیڅکله خپله خبره تر هغه وخته نه کوي چې د بل سړي خبره ختمه شوې نه وي او هغه چوپ شوی نه وي.

ستاینه

په مجلس کې څه خلکو د یوه بزرګ ستاینه کوله او د هغه ښې ځانګړتیاوې یې بیانولې. هغه بزرګ سر را پورته کړ او ویې ویل: زه چې څه یم، په هغې یوازې زه پوهېږم.

ای هغه سړیه چې زما خوبیانې بیانوې، هم ته زما عذابولو ته بس یې. دا خو زما ظاهر دی، تاته زما د باطن څه پته ده؟

چل

یوه مرید خپل مرشد ته وویل چې خلک ما ډېر تنګوي، وخت نا وخت زما لیدو ته راځي او وخت مې ضایع کوي. پیر ورته وویل: په دوی کې چې څوک فقیر دی هغه ته پور ورکړه او څوک چې مالداره دی هغه نه څه وغواړه. بیا به هیڅوک هم ستا څنګ ته نه راځي.

پوښتنه

امام محمد غزالي رحمه الله نه خلکو پوښتنه وکړه: تاسو په علم کې دې لوړې مرتبې ته څنګه ورسېدئ؟

هغه ورته وفرمایل: په څه چې زه نه پوهېدم، د هغه په پوښتنه کې مې شرم نه دی کړی.

نورو ته ګوته مه نیسه

زه په کوچنیوالي کې ډېر عابد و زاهد وم او د شپې به هم ویښ وم. یوه شپه له خپل مرحوم پلار سره په جومات کې پر عبادت لګیا وم، قرانکریم مې هم په څنګ کې نیولی و. زموږ څلورو خواوو ته څه خلک ویده وو. ما مې پلار ته وویل: په دوی کې هیچا سره دومره توفیق نشته چې پاڅېږي او دوه رکعته وکړي. داسې ویده دي ته وا مړه دي.

پلار محترم مې وفرمایل: ستا ویده کېدل به تر دې غوره وو چې د خلکو عیبونه وپلټې.

دعا

یوه دروېش په دعا کې ویل چې ای خدایه، پر بدانو رحم وکړه! پر نېکانو خو لا دمخه تا رحم کړی چې نېکان دې پیداکړي.

انسان پېژندنه

سلطان محمود غزنوي رحمه الله په خپل غلام ایاز دومره مهربان و چې هغه یې خپل وزیر کړ. نور درباریان له ډېره حسده په سکروټو سوځېدل او د ایاز په اړه یې ډول ډول خبرې شروع کړې. د سلطان غوږونو ته چې دا خبرې ور ورسېدې نو ویې ویل چې دوی ته د ایاز خوبۍ نه دي معلومې.  څو ورځې وروسته سلطان او ایاز د دولت له نورو ارکانو سره چرته روان شول. پر لاره یې د غمیو صندوق له اس څخه وغورځاوه، صندوق مات شو او ټول غمي پر ځمکه وغورځېدل. سلطان وویل: د چا چې زړه غواړي دا غمي دې واخلي، بیا دې ژر له هغه ځایه خپله سورلۍ لرې کړي. ټول درباریان د غمیو په را ټولولو کې مشغول شول او له سلطان څخه بېل شول، مګر ایاز د غمیو پر لور مخ هم ور وا نه ړوه او د سلطان ملګرتیا یې پرې نښوده.

حاسدان اوس پوه شول، چې ایاز ولې پر سلطان باندې ګران دی.

ځواب

یوه دروېش خانقاه پرېښوده او مدرسې ته لاړ. ما ترې پوښتنه وکړه چې تا په عالم او دروېش کې داسې کوم فرق ولید چې د زاهدانو مسلک دې پرېښود او هغې کوڅه کې دې قدم کېښود؟

هغه ځواب راکړ: دروېش یوازې خپل ځان ژغوري او عالم غواړي چې ځان سره ډوبېدونکي نور خلک هم وژغوري.

یادښت: پورته حکایتونه د (دلچسپ حکایات سعدی) له اردو کتاب څخه چې د ابن علي ترتیب دی، ژباړل شوي دي.

One thought on “د شیخ سعدي څو حکایتونه| خبیب علي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *