تاند(سې شنبه، د دلوې ۲۲) د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او یو شمېر سیاستوالو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د پرمختګ هرکلی وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په قطر کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې له پرمختګ وروسته د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجرايي رييس عبدالله عبدالله ته جلا جلا ټېلفون وکړ او په دې اړه یې معلومات ورکړل.

ولسمشر غني پر خپله ټویټرپاڼه په څو پیغامونو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ د پام وړ بللی او ویلي یې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د تشدد د دایمي کمېدو او د طالبانو د وړاندیزونو په اړه معلومات ورکړي دي.

ده لیکلي«نن زه خوشاله شوم چې د (امریکا) د بهرنیو چارو وزیر پامپیو له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو کې د پام وړ پرمختګ په اړه معلومات راکړل. بهرنیو چارو وزیر د تشدد د خورا ډېر او دایمي کمښت په اړه د طالبانو له وړاندیزه خبر کړم.»

د ولسمشر غني له څرګندونو داسې ښکاري چې د امریکا او طالبانو په خبرو کې لوی پرمختګ شوی او هغه ولاړ حالت پای ته رسېدلی چې له میاشتو – میاشتو راهیسې د تشدد د کمولو او اوربند پر سر رامنځته شوی و.

اجراییه رييس عبدالله عبدالله هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د امریکا په خبرو کې د پرمختګ په اړه معلومات ورکړي دي.

ده دا هم ویلي چې د امریکا د باندنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې چې دا پرمختګ به د دوه اړخیزې موافقې، بین الافغاني خبرو او دایمي سولې سبب شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یوه خبرپاڼه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د پرمختګ هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې په افغانستان کې ژر تر ژره سوله او ثبات ټینګ شي.

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي پوتڅیل مارکوس هم د قطر په خبرو کې د پرمختګ د هرکلي په ترڅ کې ویلي«له دوحې، کابل او واشنګټن څخه نن شپه هڅوونکي خبرونه اورو. هیڅ ښکېله خوا باید د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې دا په ګرانه لاس ته راغلی پرمختګ له خطر سره مخامخ نه کړي.د دې خلاف باید ټول د معنالرونکو بین افغاني خبرو لپاره سیاسي اراده وښيي. جرمني په دې برخه کې تسهیلاتو ته تیار دی.»

جرمني مخکې هم د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه توب ته چمتووالی ښودلی و.

د طالبانو د قطر د دفتر د ویندوی سُهیل شاهین په وینا د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې د خبرو تازه دور د یکشنبې په ورځ په قطر کې پیل شو.

سهیل شاهین پر خپل ټوېټر لیکلی “ ماښام (یکشنبه) د اسلامي امارت سیاسي مرستیال محترم ملا برادر اخند، ملا محمد فاضل مظلوم، محترم ملا خیرالله خیرخواه او محترم مولوي امیرخان متقي، د قطر له خارجه وزیر او ډاکټر زلمي خلیلزاد سره ناسته درلوده، د مذاکراتو د نتایجو او بعدي اقداماتو په اړه یې په ځینو مهمو موضوغاتو بحث وکړ.”

دا په داسې حال کې ده چې تیره اوونۍ خلیلزاد کابل کې له افغان چارواکو او یو شمېر سیاستوالو سره وکتل او د سولې  د روان بهیر په اړه یې خبرې ورسره وکړې

د افغانستان حکومت تېره اوونۍ ویلي و چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې چندان پرمختګ نه دی شوی. ظاهراً د افغان چارواکو اشاره د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي له کمولو سره نه موافقې ته وه خو اوس داسې ښکاري چې طالبان حاضر شوي چې تشدد کم کاندي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د پرمختګ په اړه امریکا تر دې دمه رسماً څه نه دي ویلي او طالبانو هم د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې تبصره نه ده کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *