تاند، چهارشنبه، د دلوې ۲۳مه: د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي د امریکا د سفارت له مرستیالې میرمن کرنډیکر سره په لیدنه کې ویلي، حکومت د طالب بندیانو د خوشې کولو په رابطه اغېزناک ګامونه پورته کړي دي.

د سولې وزارت وايي، په دې لیدنه کې د امریکا د سفارت د سولې د برخې مسوول ډانټ پراډیسو هم حاضر و او د قطر د روانې پروسې د پرمختګونو په اړه بحث په کې شوی دی.

په دې لیدنه کې سلام رحیمي ویلي، د طالب بندیانو خوشې کول د افغان حکومت صلاحیت دی او حکومت هم په دې اړه کافي اقدامات کړي دي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د سولې اړوند زیاتره مسایل له سیاسیونو سره په همغږۍ مطرح کېږي او حکومت تل په دې پروسه کې د سیاستوالو نظریات او طرحې په پام کې نیولې دي.

په دې لیدنه کې د امریکا د سفارت مرستیالې هم ویلي چې طالبان به ډېر ژر د تاوتریخوالي د راکمولو طرحه په پوره جزیاتو ورسره شریکه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پومپیو افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله سره په جلا تلیفوني تماسونو کې د سولې په برخه کې د پرمختګونو خبر ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *