تاند، چهارشنبه، د دلوې ۲۳مه: د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین خبر ورکړی چې ډیر ژر به دطالب او امریکایي مرکچیانو ترمنځ بشپړه شوې توافقنامه لاسلیک شي.

رابرټ اوبراین همدا راز وایي، چې امریکا او طالبان د تاوتریخوالي پر کمولو هوکړې ته رسېدلي دي.

نوموړي زیاته کړې چې له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې ښه پرمختګونه شوي دي، چې دا به افغانانو ته د تلپاتې سولې سبب شي: (( د افغانستان لپاره ښه خبرونه پر لاره دي.))

داپه داسې حال کې ده چې تیره شپه دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم له ولسمشر غني او اجرائیه رئیس سره په تیلیفوني خبرو کې د سولې پروسه کې د مهمو پرمختګونو خبر ورکړی دی.

همدا راز نیویارک ټایمز ویلي، چې ولسمشر ټرمپ هم په مشروط ډول له طالبانو سره د سولې هوکړه منلې ده چې له مخې به یې طالبان پایداره تاوتریخوالی راکموي.

2 thoughts on “د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار: ژر به د سولې تړون لاسلیک شي”
  1. ګمان نه کوم چی امضا یی کړی ځکه که دوی امضا کوله نو پدی ۱۸ میاشتو کی به یی امضا کړی وو لدی معلومیږی چی پاکستان امریکا ته شین څراغ ښکاره کړی نو ځکه په افغانستان کی د پاکستان طالبانو مشران او ځینی جنګیالی په کنړ کی ووژل شول او پر ځای د لشکر طیبه او البدر ډله ځای پر ځای شوه چی کیدای شی همدا داعش په اصل کی لشکر طیبه وو چی غواړی کنړ بندونو او د کنړ ځنګلونو وهلو کی ترینه ګډه پورته کوی نو دولت ته پکار ده چی په کنړ کی د دغی ډلی او نورو هغو ډلو چی پاکستان پوځ او استخباراتو له لاری نظامی او مالی مرسته کیږی په کنړ او پکتیا او کندهار او غزنی او همدارنګه په شمالی ولایتونو کی مخکی لدی چی زیربنایی پروژو ته صدمه ورسوی له مینځه یوسی

  2. د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبرایان د ملي امنیت شورا تر ۷۰ پورې کارپوهان له دندو ایسته کړي.
    ویل شوي، چې دغه کسان د امنیت شورا د تشکیل له کمیدو سره نورو ادارو ته معرفي شوي.
    تبدیل شویو کسانو په دې اړه کوم اعتراض نه دی کړی، خو امریکایي رسنیو په دې تړاو تاوده بحثونه پيل کړي.
    امنیت شورا د امریکا له تر ټولو مقتدرو ادارو څخه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *