تاند، چهارشنبه، د دلوې ۲۳ مه: د حکومت یوه مؤثقه سرچینه وایي چې ولسمشر غني په ایټالیا کې افغان سفیره او مرستیال یې کابل ته راغوښتي او تر یو مجلس وروسته یې دواړه له دندو لرې کړي.
د سرچینې په خبره، دغه افغان ډیپلوماټان له روم څخه هېواد ته راغوښتل شوي او ولسمشر ورسره د ستونزو له څېړنو وروسته، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ایټالیا کې سفیره او د سفارت مرستیال ګوښه کړي دي.
که څه هم د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو ویل کېږي چې په ایټالیا کې د افغانستان په سفارت کې هلینا ملکیار له خپلو همکارانو سره د ناسم چلند له امله د ولسمشر غني لخوا ګوښه شوې ده.
اغلې ملکیار د روان هجري لمریز کال د غبرګولي په اتمه نېټه په روم کې د افغانستان د سفیرې په توګه وګومارل شوه، خو وروسته د هغې او په ایټالیا کې د افغان ډیپلوماټانو ترمنځ د ستونزو په تړاو راپورونه خپاره شول.
د روانې میاشتې په اتمه د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د یوه لیک پر بنسټ راپور جوړ کړی چې له روم څخه یې خپل پنځه ډیپلوماټان ورغوښتي وو.
هغه مهال یو شمېر سرچینو ویلي وو چې هلینا ملکیار له ولسمشرۍ ماڼۍ سره نژدې اړیکې لري او د نوموړې له غوښتنې وروسته دغه پنځه ډیپلوماټان کابل ته غوښتل شوي وو؛ خو مېرمن ملکیار چې د ستونزې یو لوری وو، نه وه غوښتل شوې.
سرچینه څرګندوي چې هلینا ملکیار د بهرنیو چارو وزارت له پخواني سرپرست، ادریس زمان څخه غوښتنه کړې وه چې دغه ډیپلوماټان هېواد ته وغواړي، خو وروسته دا غوښتنه په پام کې نه وه نیول شوې، مګر اوس چې هارون چخانسوري د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په توګه وټاکل شو نو په روم کې یې پنځه افغان ډیپلوماټان وروغوښتل، اما نتیجه دا شوه چې پخپله سفیره او مرستیال یې له دندو ګوښه شوي دي.
هلینا ملکیار په امریکا کې لومړې زده کړې کړي او د افغانستان په یوې مشهورې کورنۍ پورې تړاو لري.