تاند، چهارشنبه، د دلوې ۲۳مه: د طالبانو د ډلې یو پخوانی غړی سیداکبر اغا وایي، د طالبانو لخوا به په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمول به مرحله په مرحله پلي شي.
د طالبانو پخواني غړي سید اکبر اغا دا خبرې د ولسمشر ټرمپ لخوا په مشروط ډول د سولې هوکړې د منلو څخه وروسته تاند ته کړې دي.
ټرمپ ویلي چې طالبان باید تاوتریخوالی راکم کړي، خو سید اکبر اغا په دې اړه وایي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمول به د طالبانو لخوا مرحله وار ډول باندې عملي شي:((هغه څه چې زه فکر کوم د تاوتریخوالي کمولو لومړی پړاو به ۱۰ ورځې وي او په دې موده کې به د متحده ایالاتو – طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک کیږي او بیا د تاوتریخوالی کموالي موده اوږدیږي چې په دې موده کې افغاني مذاکرات هم دوام کوي.))
سید اکبر اغا وایي: “طالبانو مخکې ویلي وو چې دغه تړون به د یوې اونۍ لاسلیک شي، خو اوس امریکایان وايي چې دغه تړون به په دریو ورځو کې لاسلیک شي.”
هغه یادونه وکړه چې تر اوسه د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ بې باورۍ د سولې تړون لاسلیک ځنډولی و.
کله چی د سولی خبری ګرمیږی نو پدی اساس وخت کی دوستم افغان ځوکونو ته په خطاب کې وایي، چې د وسله والو طالبانو پر ضد باید د جګړې میدان ته ولاړ شو او وې ځپو.
د جنرال دوستم پر وینا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو د پرله پسې بریدونو په ځواب کې بله چاره نه لري بلکې نور باید لاس په کار شي او د جګړې میدان ته ووځي.
دوستم زیاتوي،” موږ باید وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره د جګړې ډګر ته ولاړشو، زموږ دفاعي او امنیتي ځواکونه بله چاره نه لري خلک هم باید پوره همکارۍ او ملاتړ ته ډاډ ورکړي څو افغان ځواکونه بریالي شي.”
جنرال عبدالرشید دوستم چې د څو میاشتو راهیسې د جوزجان په شبرغان کې اوسیږي څه وخت وړاندې د ناټو او امریکایي ځواکونو قومندان په شمول د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد سره هم ناسته کړې وه.
همدارنګه په رسانیو کی داسی یوه ویډیو نشر شوی چی ویل کیږی د سمنګان په یوه کور چی خټینه کوټه ده چی له ډالرو ډکه ده ښودل کیږی نو لدی داسی ښکاری چی امریکا دوستم ته ډالر ورکړی وی چی طالبانو سره سولی ګرمیدو په وخت کی به د طالبانو پر وړاندی د جګړی اعلان کوی
خدای خبر چی دا ویډیو په څومره رښتیا یا تبلیغات وی ځکه دا ویډیو په پژواک رسانی کی هم نشر شوی
د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړي نا تائید سوي جزئيات
د طالبانو او امريکايانو د اوسنۍ هوکړې مهم ټکي:
۱. د اوه (۷)ورځو لپاره د تاوتريخوالي کموالی، په دې دوره کې به امريکايان او طالبان له عملياتو ډډه کوي
۲. د دغه ازمايښتي اوه ورځنۍ دورې په پای کې به د امريکايانو او طالبانو ترمنځ هوکړه لاسليک کيږي
۳. د لسو ورځو په جريان کې به بين الافغاني مذاکرات پيل کيږي.
۴. د بين الافغاني مذاکراتو له پيل سره به په تدريجي او مرحله يي توګه د بهرنيو ځواکونو وتل پيليږي
۵. د بهرنيو ځواکونو وتل به د اتلس مياشتو په ترڅ کې بشپړيږي.
د يادولو وړ ده چې د بين الافغاني مذاکراتو د کوربه توب لپاره جرمني او ناروې چمتووالی څرګند کړی دی.