د بې وزله او له پامه غورځیدلو جینکو د زده کړو له پاره د وړیا مرستې دغه تړون نن د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال، د پوهنې وزارت د سیواد د زده کړو معین ښاغلي همایون رسا او په افغانستان د کې د بریتانیې سفیر ښاغلي سر ریچارډ ستیج ترمنځ د بریتانیې په سفارت کې لاسلیک شو.
دغه پیسې د بریتانیې د یو خیریه بنسټ له خوا چې GEC نومیږي او د بې وزلو جینکو د زده کړې د ښه والي په برخه کې کار کوي، افغان دولت ته ورکول کیږي چې تر ۲۰۱۶ میلادي کاله پورې به نژدې ۲۵۵۰۰۰ جینکۍ باکیفیته زده کړو ته لاسرسی پیدا کړي او د GEC له پروګرام څخه به ګټه پورته کړې.
د تړون د لاسلیک پر مهال د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال وویل :” افغانستان د جینکو د زده کړو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، خو اوس هم ډیر څه لا پاتې دي. د جینکو د زده کړې په برخه کې پانګونه د افغان دولت له لومړیتوبونو څخه دی. موږ د افغانستان د پرمختګ له پاره د بریتانیې د سخاوتمندانه مرستو څخه مننه کوو.
د پوهنې وزارت د سواد د زده کړو معین ښاغلی همایون رسا وویل: ”افغانستان د لومړي ځل له پاره په دغه نړیواله سیالۍ کې ګدون وکړ چې د انګلستان د دغه هیواد مرسته ترلاسه کړي. دغه پروژې به د هیواد په ۱۹ ولایتونو کې په دوو برخو کې عملي شي. لومړۍ برخه یې د هغو جینکو له پاره ده چې د زده کړو په عمر کې دي، خو تراوسه د زده کړو څخه محرومې پاتې دي او دویمه یې هغه ښځې دي چې د مختلفو دلایلو له امله یې زده کړې نه دي کړي. ددې پروګرام په پلې کیدو سره به مجموعاً 255000 ښځې او جینکۍ په مستقیم او غیر مستقیم ډول ددې پروګرام څخه ګټه پورته کړي. “
د بریتانیا د پراختیایي چارو سیکرتر ښاغلی جستین وایي: افغانستان د پوهنې په برخه کې ښه پرمختګ کړی او موږ ویاړو چې په دې برخه کې له دوی سره مرسته کوو. هر کال ډیر ماشومان په ښوونځیو کې شاملیږي، نوي ښوونځي جوړیږي، په زیاته اندازه ښوونکي روزل کیږي او تر دوه میلیونو زیاتې جینکې اوس زده کړو ته لاسرسی لري. ددې له پاره چې دغه جینکۍ وکولای شي د افغانستان د بیا رغاونې په برخه کې مهم رول ولوبوي، نو په کار ده چې نور ګامونه هم پورته شي چې زیاتې جینکۍ په ښوونځیو کې شاملې شي او د شامل شویو له پاره د زده کړو کیفیت ښه والي پیدا کړي.
د بې وزلو جینکو له پاره د زده کړو پروګرام د بریتانیې یو خیریه بنسټ دی چې په نړیواله کچه د بې وزلو جینکو د زده کړو د ښه والي له پاره کار کوي او له هغو پروژو سره مرسته کوي چې د غریبو او له پامه غورځیدولو جینکو د زده کړو د ښه والي له پاره اغیزمن پروګرامونه ولري.