تاند، پنجشنبه، د دلوې ۲۴مه: د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاسکي په بروکسل کې خبریالانو ته ویلي، چې هیله من دی افغان حکومت له طالبانو سره مذاکره کوونکی پلاوی ژر تر ژره جوړ کړي.
نوموړي ویلي، وخت رارسېدلی چې ټول خپلې شخصي غوښتنې شاته وغورځوي او ملي ګټې په نظر کې ونیسي.
نیکولاسکي د بروکسل د ناټو دفاع وزیرانو د غونډې په څنډه کې ویلي، هیله من دی چې د افغان لوري مذاکراتي پلاوی ژر تر ژره تشکیل شي: (( د افغانستان له لوري یو قوي او رښتیني پلاوي ته اړتیا ده چې جوړ شي، موږ د افغانستان ټول لوري له سولې څخه ملاتړ ته هڅوو.))
نیکولاسکي ویلي، د افغانستان ۳۴ میلونه نفوس د سولې مذاکراتي مېز ته نه شي تللی ځکه نو اړتیا ده چې داسې پلاوی جوړ شي تر څو له ټولو استازیتوب وکړي.
نیکولاسکي زیاته کړې د سولې هغه هوکړه به ګټوره او بریالۍ وي چې ۱۹ کلنې لاسته راوړنې په کې خوندي شي.
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې سرچینې وايي، د سولې هوکړې د لاسلیک شیبې رانږدې شوې دي او لنډو ورځو کې به لوی پرمختګونه وکتل شي.