تاند- پاکستان پرون /سې شنبه/ د ملا محمد عمر د یوه نژدې یاور په شمول درې مهم طالب بندیان په دې نیت خوشي کړل چې په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وشي.
د پاکستان یوه جګپوړي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط پي ټي آی خبري اژانس ته وویل:«هو، درې تنه نور خوشي شول. دا د سولې د بهیر ته د اسانتیا د برابرولو په لړ کې خلاص شوي دي.»
د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې هم د پاکستاني چارواکو په قول د درو طالب بندیانو د خلاصون خبره تایید کړه.
دې ورځپاڼې ویلي چې ملا عبدالاحد جهانګیروال، ملا عبدالمنان او ملا یونس خوشي شوي دي.
جهانګیروال د طالبانو د واکمنۍ په مهال د ملا عمر سلاکار او یاور و، عبدالمنان د هلمند والي و خو یونس قومندان پاتې شوی دی.
دا کسان یوازې څو ورځې وروسته له دې خوشي شول چې د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوی پاکستان ته لاړ او هلته یې له ملا عبدالغني برادر او یو شمېر نورو طالبانو سره ولیدل.
ایکسپریس تریبیون د طالبانو د مشرانو په قول د وروستیو درو تنو په اړه ویلي چې هغوی د طالبانو په منځ کې مهم کسان دي.
د ورځپاڼې د راپور له مخې پاکستان په وروستیو څو اوونیو کې د طالبانو لس نور غړي هم په پټه خوشي کړي دي. افغان طالبان وايي چې د نوومبر په میاشت کې شاوخوا پنځوس طالبان د پاکستان له محبسونو څخه خوشي شوي دي.
په خوشي شویو کسانو کې، چې د خلاصون خبرونه یې نه دي خپاره شوي د کندهار د پاسپورت پخوانی مدیرعظیم اغا، محمد امین، سردار، نعمت الله، انعام الله، جنت ګل، ادم خان، صلاح الدین، سید محمود، انجنیر محمود او حیات الله شامل دي.