تاند، جمعه، د دلوې ۲۵مه: د ملي دفاع سرپرست وزیر، د امریکا د متحدو ایالاتو د دفاع له وزیر او د ناټو له سرمنشي سره د افغانستان پر موضوعاتو کتلي دي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې په څنډه کې، د امریکا د متحدو ایالاتو د دفاع له وزیر ښاغلي مارک ایسپر او د ناټو له سرمنشي سره کتنه جلا جلا لیدنو کې د افغان ځواکونو په نړیوال ملاتړ ټینګار کړی دی.

همداراز د امریکا دفاع وزیر، د افغانستان له ملي اردو او امنيتي ځواکونو سره د ملاتړ او همکاریو پر دوام ټينګار وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *