کرښې

ليکوال : ايمل پسرلى

شپږ مياشتې دمخه مې د ميرمن په غوښتنه د بانک په بخت اکاونټ کې حساب پرانيست . دوه سوه ډالره مې پکې کېښودل  .  ميرمن مې راته ويل :

– يوه دې دوه نه شوې ، خلکو په موسسو کې کورونه واخيستل او ستا معاش له يوې مياشتې تر بلې نه رسيږي .

په اوله قرعه کشي کې مې بخت کار ونه کړ . تر بلې مې پيسې را ايستلې وې . موسسه وتړل شوه ، باران مو د کوڅې خواته دېوال ونړاوۀ . لور مې پيدا شوه خو لاس يې کوږ و . د دېوال وس مې نه درلود . د پلاستيکي شنو بوجيو پرده مې يې پر ځاى ودروله .دروازه مې په لرگو او د نړيدلي ديوال پر خښتو يو څه ټينگه کړه .  ميرمن مې راته وويل :

– د دېوال غم وخوره . سبا به غلۀ رالويدلي وي ، دوى څه خبر دي چې په دې ړنگ کور کې هيڅ نشته ، نوم دې تر بلې دنيا رسيدلى چې په لندنۍ موسسې کې دې کار کاوه .

د دېوال چاره په تش لاس نه کيدۀ . د غلو ډار اړ کړم چې يا مې ميرمن او يا هم زۀ خامخا په کور کې واوسو . د شپې به مې هم وېښ ويدۀ خوب کاوۀ . د ورځې که به مې ميرمن چيرې تله زۀ په کور پاتېدم .

يولس بجې وې چې ميرمن مې له لور سره ډاکټر ته ولاړه . زۀ په کور کې يوازې وم . که گورم  دروازه پرانيستل شوه . جوگۍ وه . اوږد شين بالاپوش يې اغوستى و . د بالاپوش گروې يې خلاصې وې . تر لاندې يې گلداره سور بخون کميس و . خړه توبره يې پر ښۍ اوږې اچولې وه . سپينه به وه خو پوست يې لمر وهلى و . سترگې يې شنې وې . سر يې په سرۀ دستمال تړلى و . دستمال يې واړۀ ژيړ رنگي گلان درلودل .په ونه به دومره جگه نه وه خو اوږدۀ بالاپوش دنگه ښکاروله . راته ويې ويل :

–   خيرات …

په نورو ټکو يې  پوى نه شوم . تر ژبه لاندې يې وويل .زۀ غلى پاتې شوم . دې خپل رغوى د خير په هيله راته نيولى و . د سپين رغوي کرښې يې له ورايه ښکاريدې . لکه په واورو پوښلې مځکه کې چې د نرۍ بيالې تورې اوبه ښکاري .د لاس کرښو يې خپل بخت راياد کړ . ورته ومې ويل :

– فال ليدى شې ؟

دې توبره پر مځکه کېښوده . ځاى پر ځاى کښېناسته . زه هم مخامخ د پښو په گوتو ورته کښېناستم . ښى لاس مې ورمخته کړ .

– عمر دې ډير اوږد دى . خو له تشويشونو خالي نه دى .د زړۀ کرښه دې روښانه ده . له زړۀ سخي سړى يې . په غريبانو مهربانه يې . خو ويره درسره ده چې کرياب نه شې . ته به ډيرې پيسې پيدا کړې . وادۀ دې په خپله خوښه نه دى کړى . په کور کې به له يو مشکل سره مخامخ شې خو بيرته به يې حل کړې .

–   وادۀ مې په رښتيا په خپله خوښه نه و کړى .مالي اندېښنې مې يې هم سمې وې . ومې پوښتله :

– ته څه پوه شوې چې وادۀ مې په خپله خوښه نه دى کړى ؟

– زۀ د لاس په کرښو پوهيږمه .

– د وادۀ کرښه کومه ده ؟

–  ماته يې وويل د ښي لاس گوتې درټولې کړه . له کوچنۍ گوتې سره مې ځينې کرښې جوړې شوې . راته ويې ويل :

– دغه دوه کرښې گورې په دې کې دا يوه نيمگړې ده ، مانا دا، مين يو ځاى وې کور دې بل ځاى اباد شو .

–  زۀ مې لاس ته ځير وم . دا غلې شوه . ورته ومې کتل . شنې سترگې يې لکه د راڼه او لوى سمندر له رازونو ډکې راښکاره شوې . ومې پوښتله :

– دا کرښې دټولو خلکو وي ؟

– ميرمن دې را وغواړه د هغې لاس به هم وگورم .

– هغه په کور کې نشته .

– د هغې د لاس دغه کرښې وگوره درمعلومه به شي .

–   د ښځې دا خبره ښه راباندې ونه لگيده .ځاى پر ځاى ودريدم . لس افغانۍ مې ورکړې . دا لکه چې د نورو په تمه وه .

–   ميرمن چې مې راغله ، د هغې ښى لاس مې وليد . ورته ومې ويل چې رغوى سره ټول کړي . دې لکه سوک چې وهي لاس ټينگ ونيوۀ . ما يې له کوچنۍ گوتې سره کرښې وليدې . دوه يې نيمگړې وې يوه يې تر پايه غځيدلې وه . غصه راغله . ورته ومې ويل :

– په چا مينه وې ؟

– دا په قهر شوه . لاس يې راڅخه کش کړ .

–  وړې لور مې وژړل . مور يې يوۀ اړخ ته کښېناسته چې شيدې ورکړي . زۀ غلى پاتې شوم .

کابل نوى ښار

د ٢٠٠٧ کال د فبروري ١٢

د ١٣٨٥ کال د سلواغې ٢٣

د ماښام ٦:٥٠ بجې
په داستانونوکې ددې ليکوال نورې لندې کيسې : په دوبۍکې ،ځانمرګى ،شړېدلي ارمانونه ،ډايري ،بې احساسه ،بده ورځ،غټه پيړه شمه ،په کمپيوټرکې مينه،دوه پېښې يوه کيسه،اشنا ،ژوند ،مجرم ،تېروتنه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *