تاند، جمعه، د دلوې ۲۵مه: د کابل- شمال پر لاره نن پروان او سمنګان ولایتونو کې دوه جلا ټرافیکي پېښو کې لږ تر لږه ۲ تنه مړه شوي او ۱۸ نور ژوبل دي.
په دې اړه د سمنګانو د امنیه قومندانۍ ویاند منیر رحیمي تاند ته وايي، دغه ولایت کې د ډرېورانو د بې احتیاطۍ له کبله د یو بار وړونکي او سوزوکي موټرد ټکر له امله په ایبک سیمه کې دوه کسان وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي: (( پېښه کې د باروړونکي موټر یو ډرېور او کلینر هم مړ شوی دی او بار وړونکی ۵۸۰ ماډل موټر له کابله مزار شریف ته روان و.))
بلخوا د پروان د والي له دفتره تاند ته په استولې خبرباڼه کې هم راغلي چې جبل السراج ولسوالۍ کې د یو ۳۰۳ موټر او سوپر کسټم موټر تر منځ ټکر ۱۳ مساپر ژوبل کړي دي.
د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار په دې اړه خبرپاڼه کې ویلي، پېښه د لارې د یخبندۍ له کبله رامنځته شوې ده: (( په دې پېښه کې ۶ مېرمنې، ۴ ماشومان او ۳ نارینه ژوبل دي، خو د یو ژوبل شوي کس وضعیت ښه نه دی.))
افغانستان کې ترافیکي پېښې له ځانمرګو بریدونو وروسته تر ټولو زیات تلفات اړوي.