تاند، جمعه، د دلوې ۲۵مه: ولسمشر غني نن ماښام د جرمني په مونیخ کې د امریکا له دفاع وزیر، د باندنیو چارو وزیر او د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو دا ویلي یې دي چې دا لیدنه له بروکسل کنفرانس وروسته د جرمني مونیخ کنفرانس ته د ورغلیو امریکایي چارواکو سره د افغان سولې په رابطه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزارت نن په یوه اعلامیه کې تایید کړه چې له طالبانو سره د یوې اوونۍ لپاره د تاوتریخوالي څخه د ډکو بریدونو او عملیاتو په راکمولو هوکړه شوې ده.
پنټاګون ویلي، له طالبانو سره په دې توافق شوی چې تر یوې اوونۍ به یو پر بل له تاوتریخوالي ډک بریدونه نه کوي.
همداراز د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پومپیو بیا ویلي، چې په افغانستان کې به د وینې بهېدنې په برخه کې د څرګند کموالي په تړاو ډېر ژر یوې نتیجې ته ورسېږي: (( دا پرمختګ به یوازې د کاغذ پر مخ نه وي بلکې په حقیقت کې به هم پلی شي.))
مایک پومپیو همدا راز ویلي، که د تاوتخریوالي د کمولو هدف ترلاسه شو او دوام یې هم وکړ نو په وینا یې چې د مذاکراتو سنجیده پړاو ته د ننوتلو امکان ډېر دی چې په کې به ټول افغان لوري هم شامل وي او حقیقي مصالحې ته به لاره ورسره پرانیستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د سرچینو په حواله طالبانو او امریکایانو نن له جمعې څخه د تاوتریخوالي د راکمولو په طرحه کار پیل کړی دی او دا طرحه به د فبرورۍ له ۲۲مې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې پلې شي.