تاند، شنبه، د دلوې ۲۶مه: طالب سرچینې وایي، د سولې هوکړې د لاسلیک په صورت کې به په اتلسو میاشتو کې بهرني ځواکونه له افغانستان وځي.

فرانس ۲۴ خبري شبکې د ځینو طالب سرچینو له قوله ویلي چې د سولې هوکړې ټول مسایل نهایي شوي دي او د لاسلیک لپاره یې تیاری روان دی.

دغه طالب سرچینه وایي چې که له امریکا سره د سولې هوکړه لاسلیک شي نو د اتلسو میاشتو په اوږدو کې به بهرني ځواکونه له افغانستان وځي.

د سرچینې په حواله همدا راز به د لسو ورځو په موده کې بین الافغاني مذاکرات پيليږي چې په هغه کې به پر دایمي اوربند خبرې کېږي.

بلخوا غربي رسنۍ راپور ورکوي چې د امریکا له لوري د طالبانو د تاوتریخوالي کمولو طرحه منل شوې ده او د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره اړین تیاری روان دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *