تاند، شنبه، د دلوې ۲۶مه: د دایکندي ولایت چارواکي وايي، تېره اوونۍ د دغه ولایت په دریو ولسوالیو کې واورې ښوېدنو ۲۲ کسان مړه کړي دي.
د دایکنډي د والي ویانده سکینه احساني په دې اړه تاند ته وايي، تېره اوونۍ په سنګ تخت، میرامور او اشترلي ولسوالیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ تنه د واورو له کبله مړه شوي دي.
اغلې احساني وايي، په مړو شویو کسانو کې ۶ تنه د یوې کورنۍ غړي دي چې یوه ښځه هم په کې ده او د میرامور ولسوالۍ په رباط سیمه کې واورو لاندې کړي دي: (( همدا ارز د ۵ ښځو په شمول ۱۰ نور کسان بیا د میرامور ولسوالۍ د چرخ و برګ سیمه کې مړه شوي، ۲ تنه په ودسر کلي کې واورو لاندې کړي دي، خو یو تن په سنګ تخت و بندر ولسوالۍ شیبر سیمه کې مړ شوی دی دوه نجونې د اشترلي په جونګان کلي او یو بل د بلوچ علیا کلي کې واورو لاندې کړی او مړ کړی یې دی.))
اغلې احساني وايي، دغو واورو ښویدنو مالي زیانونه هم اړولي خو تر اوسه یې په اړه دقیق راپور نه لري: (( سږنیو واورو زموږ په ولایت کې په مجموعي ډول ۲۵ تنه وژلي دي.))
نوموړې وايي، دغه ټول کسان هغه مهال مړه شوي چې د واورو او لارو د پاکولو هڅه یې کوله یا هم د زیاتو واورو له کبله یې سیمه پریښودل غوښتل خو واورو ښویدنو لاندې کړي دي.
دایکنډي ولایت د کابل لویدیځ ته په ۴۶۰ کیلو مترۍ کې پروت دی.