تاند- د امریکا د لویو لارو د ترافیکو د امنیت ادارې د لومړي ځل لپاره یوه بې چلوونکي واګون موټر ته پر واټونو د تګ راتګ اجازه ورکړه.
دا واګون، چې نورو آر۲ نومېږي، د وسایلو د وړلو – راوړلو لپاره دی.
نورو آر ۲ واګون له چلوونکي یا د بل انسان له مرستې پرته لاره او ادرس موندلی او د خپلې لارې په وړاندې خنډونه پېژندلی شي.
دا لومړنی (کاملاً) بې چلوونکي موټر دی چې په امریکا کې د ګرځېدو اجازه ترلاسه کوي. البته تر دې وړاندې ګڼ شمېر داسې بې چلوونکي موټرونه راوتلي او د ګرځېدو اجازه یې ترلاسه کړې چې کومکي چلوونکی لري څو د تخنیکي ستونزې یا کومې پېښې په صورت کې مرسته وکړي.
دا کوچنی الیکترونیک واګون به په لویو ښارونو کې د اوسنیو لاریو، پیک اپونو او نورو باري موټرو ځای ونیسي.
ټاکل شوې ده چې په لومړي پړاو کې دا ډول ۵ زره بې چلوونکي الیکترونیک واګونونه جوړ او بازار ته راووځي. اټکل کېږي چې رستورانونه، د خوراکي موادو پلورنځي او ځیني کمپنۍ تر نورو ډېر دا ډول موټرونه رانیسي.