تاند- په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره پلانونه نهايي کوي، یوې افغان سرچینې سي این این ته وویل، د جرمني په مونیخ (مونشن) کې امریکايي چارواکو د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د هغه ملګري پلاوي ته پوره ډاډ ورکړ چې امریکا به یې په میدان پرېنږدي.
سرچینې، چې د امریکايي چارواکو او افغان ولسمشر ترمنځ د خبرو د جزییاتو په اړه معلومات لرل، وویل، امریکایانو افغانانو ته وویل«که دوی (طالبان) د موافقې سرغړونه وکړه، موږ تاسو ته تضمین درکوو چې امریکا به کافي ځواک ولري چې هغوی (طالبان) وځپي. موږ اوس هم له افغانانو سره یوو او د تل لپاره به له افغانستان سره یوو.»
له بلې خوا بي بي سي نن راپور ورکړ، د مونشن په کالني کنفرانس کې له څرګندو شویو نښو ښکاري چې د امریکا او طالبانو موافقه ښايي یوازې په څو ورځو کې لاسلیک شي او ورسره د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ته لار هواره شي.
بي بي سي د امریکا راتلونکو انتخاباتو ته په اشارې ویلي چې ممکن ولسمشر ټرمپ د بیا انتخابېدو په خاطر د امریکا خلکو ته د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپله ژمنه عملي کړي.
د مونشن په کنفرانس کې د امریکا دفاع وزیرمارک ایسپر وویل، د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني له طالبانو سره د شخړې سوله ییز حل ته بشپړ ژمن دی.
ایسپر وویل چې د جمعې په ورځ یې له ولسمشر غني سره ولیدل او هغه ډاډ ورکړ چې له امریکا سره د سولې په پروسه کې همکارۍ ته تیار دی.
په همدې حال کې د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د مونشن په کالني امنیتي کنفرانس کې وویل، که طالبان د تشدد کمولو او خبرو مېز ته لېوالتیا وښيي، امریکا او ناټو چمتو دي چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کاندي.
د سي این این د راپور له مخې، سرمنشي د مونشن کنفرانس ته وویل«ناټو ویلي، امریکا ویلي چې موږ له افغانستانه نه وځو، که طالبان د تشدد د کمولو لپاره خپله رښتیانۍ اراده او وړتیا وښيي موږ تیار یوو چې د خپلو ځواکونو پر شمېر بیا کتنه وکړو.»
سرمنشي همداراز وویل«په افغانستان کې زموږ د حضور هدف دا دی چې طالبانو ته دا پیغام ورکړو چې دوی به هیڅکله د جنګ میدان ونه ګټي، خو دوی باید خبرو ته کښېني او د خبرو پر مېز حقیقي جوړجاړی وکړي.»
راپورونه وايي چې لومړی به د ۷ ورځو لپاره اوربند وشي او په داسې حال کې چې امریکايي پوځیان به وتلو ته تیاري نیسي په ۱۰ ورځو کې به بین الافغاني خبرې پیلېږي. جرمني او ناروې مخکې تر مخکې دې خبرو ته د کوربه توب لپاره تیاري اعلان کړې ده.
ځینې امریکايي شنونکي وايي، د افغانانو ترمنځ موافقه ممکن میاشتې – میاشتې وخت ته اړتیا ولري او په دې منځ کې پر ځینو مسلو اختلاف ممکن د سولې موافقه له خطر سره مخامخ کړي؛ لکه دا چې که په همدې موده کې طالبان د افغان امنیتي ځواکونو ترڅنګ پوستې جوړې کړې یا په نویو سیمو کې، چې اوس هلته حضور نه لري، پوستې جوړې کړي او د نورو سیمو د لاندې کولو هڅه وکړي په وړاندې به یې څه اقدام کېږي؟، د موافقې د سرغړونې په اړه به څوک قضاوت کوي؟ که حمله وشي دا به څوک معلوموي چې طالبانو کړې که بل چا؟
خو ښايي د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې پر نهايي کېدو د دومره زیات وخت د تېرېدو یو دلیل همدا وي چې دغو او دې ته ورته پوښتنو ته ځواب وموندل شي.