تاند- وسله والو طالبانو نن /چهارشنبه/ په فاریاب ولایت کې د یوې نړیوالې موسسې شپږ افغان کارکوونکي ووژل.
د فاریاب ولایتي چارواکي وايي، دا کسان نن سهار د میمنې په لمنه کې هغه مهال ووژل شول چې په قیصار او المار ولسوالیو کې د خپل کار لور ته روان ول.
دوی د یوه سیمه ییز مشر له فاتحې څخه ستنېدل. په دې پېښه کې یو تن ټپي شوی او په ټپي حالت کې په تېښته بریالی شوی دی.
د فاریاب د والي د ویندوی په وینا په وژل شویو کسانو کې پنځه تنه د یوې فرانسوۍ موسسې (اکتید) انجنیران دي.
د دوی په وینا دا کسان د زاهد مولوي زاده د فاتحې مراسمو ته تللي ول. مولوي زاده هم، چې په یوه بله موسسه کې یې د انجنیر په توګه کار کاوه، د طالبانو له لوري وژل شوی دی.
شاهدان وايي چې ټول انجنیران په سر د کلاشینکوف په مرمیو ویشتل شوي دي.
د اکتید موسسې تراوسه پوري د طالبانو له لوري د خپلو مامورینو وژل کېدا تایید کړې نه ده.
دا غیرحکومتي موسسه په ۱۹۹۳ میلادي کال جوړه شوې، په افغانستان کې یې په ۱۹۹۵ میلادي کال کار پیل کړی او اصلي مرکز یې په پاریس کې دی.
اکتید عموماً له هغو ټولنو سره مرسته کوي چې جګړه پکې تېره شوې وي.
له دې پېښې جلا پرون په روزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو له لوري د اېښودل شوی ماین په چاودنه کې د ملي پیوستون د پروګرام دوه کارکوونکي ووژل شول.
د روزګان د والي د ویندوی عبدالله همت په وینا پیښه د دهراود ولسوالۍ په دهزک سیمه کې هغه مهال وشوه چې د ملي پیوستون پروګرام د سیمه ییزې شورا منشي علي محمد او دوه تنه بنایان د استنادي دیوال په جوړولو بوخت وو.