تاند- ویکي پیډیا وايي، له دې وروسته به د دې ازاد دایرة المعارف لیکنې د مصنوعي ذهانت (Artificial Intelligence) په مرسته تازه (اپ ډېټ) کېږي.
اوس هم د ویکي پیډیا د مطالبو د کیفیت د ښه کېدو لپاره له روباټونو کار اخیستل کېږي خو د ایم آی ټي پوهنتون څېړونکو د مصنوعي ذهانت یو نوی سیستم جوړ کړی چې د ویکي پیډیا زاړه معلومات په اتومات ډول پېژني او پر ځای یې نوي داخلوي.
حاضردمه هم په ویکي پیډیا کې له روباټونو کار اخیستل کېږي خو اوس له روباټونو یوازې د عمومي اپ ډېټ او د انترنیټي حملو د مخنیوي لپاره استفاده کېږي.
د ایم آی ټي پوهنتون څېړونکو د مصنوعي ذهانت نوی سیستم اختراع کړی چې د ویکي پیډیا پخواني معلومات یا مطالب د انسان له مداخلې پرته نوي کوي.
د ویکي پیډیا لپاره ډېره مهمه ده چې خپل مطالب ژر ژر نوي کړي.