د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر

تاند، یکشنبه، د دلوې ۲۷مه: د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر وايي سره له دې چې له طالبانو سره د سولې تړون خطرناک دی خو بیا هم هیله مندي ورپورې تړلې ده.

مارک اېسپر وایي د تاوتریخوالي د کمولو او سولې تړون پر سر د امریکا او طالبانو ترمنځ اوږدې خبرې شوې دي او ایلع اوس یوې هوکړې ته رسېدلي چې که یوه اونۍ نسبي اوربند کامیاب شي نو بیا به تړون لاسلیکیږي.

اېسپر د جرمني په مونیخ کې زیاته کړې چې په دې اړه یې د امریکا له کانګرس او دغه راز د ناټو له غړو هېوادونو سره هم خبرې کړې دي.

اېسپر وایي، سره له دې چې له طالبانو سره تړون خطرناک دی خو لا هم هیله مندي شته چې دغه تړون د امریکايي ځواکونو وتلو ته لار هواره کړي او دلته جګړه پای ته ورسوي.

نوموړي دغه راز ویلي چې له ولسمشر غني سره یې هم پر افغان سوله او د سولې پر رامنځته شوې هوکړه خبرې کړې دي او هغه یې ملاتړ کړی دی.

دده په خبره یو ساعت یې پر دې تړون له ولسمشر غني سره خبرې کړې او داسې ښکاري چې هغه یې هم ملاتړ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د منابعو له قوله نږدې ورځو کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د هوکړې امکانات زیات شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *