تاند، یکشنبه، د دلوې ۲۷مه: د کابل د قروغ غرونو په لمنه کې نن سهار د نهه معتادانو مړي موندل شوي دي چې په ډزو سره وژل شوي

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز تاند ته د زیاتو جزیاتو له ورکولو پرته وویل، پېښه تېره شپه د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند د قروغ غرونو په لمن کې شوېده.

ښاغلی فرامرز وايي د پیښې انګېزه څرګنده نه ده او په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.

کابل ښار په څو نقاطو کې د نشه یانو د بیروبار سره لاس و ګرېوان دی چې د کوچنیو غلاو له کبله یې ولسي شکایتونه ډېر دي او په ژمي کې هم دغه نشه یان اکثره مهال له یخنۍ مري.

ځواب دلته پرېږدئ