خبریال: رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد
د سلواغې ۲۸ مه ۱۳۹۸
د بلوچستان په مرکز کوټه کې له څه مودې ځنډ وروسته يوار بيا زوروره چاودنه شوې چې په کې اته ويشت تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
د کوټې د پوليسو مرستيال مشر عبدالرزاق چيمه وايي، د مطبوعاتي مرکز مخ ته يوه زوروه چاودنه داسي مهال شوې، چې د مذهبي ډلې اهل سنت والجماعت غړي د يوې غونډې لپاره راغونډ شوي وو.
د بلوچستان د حکومت وياند لياقت شاهواني بيا د پېښې په ځای کې رسنيو ته ويلي چې په چاودنه کې ۲۳ تنه وژل شوي او ۳۵نور ټپيان شوي دي. په وژل شويو کې دوه پوليس سرتېرې هم شامل دي.
د پېښې مړي او ټپيان د کوټې سول روغتون ته وړل شوي دي، او ويل کېږي چې د ځيني ټپيانو حالت هم مرګونی دی.
د چاودنې له امله شاوخوا ودانيو او موټرو ته هم زيان اووښتی دی. امنيتی سرتېري له پېښې وروسته د پېښې ځای ته رسېدلي او په اړه يې تحقيقات پيل کړي دي. تراوسه کومې وسله واله ډلې د کوټې د ننۍ ورځې د چاودنې مسووليت نه دی منلی.
په بلوچستان کې له تېرې يوې لسيزې راهيسې د ناامنۍ ټغر غوړېدلی او په ايالت کې بلوڅ ازادي غوښتونکي وسله وال سازمانونه د حکومت پرضد وسله واله مبارزه کوي. څه موده وړاندې د د بشري حقونو کميسيون بيا د بلوچستان حکومت په دې تورن کړی، چې په ايالت کې يې مذهبي او افراطي ډلوته په ولس کې د نفوذ پيدا کولو بشپړه ازادي ورکړې ده. کميسيون دغه تور په ښار کې د هزاره توکمه شعيه مسلمانانو پرپله پسې وژنو ته پام سره پورې کړی وو.
د کوټې هزاره توکمه شعيه مسلمانان وايي، چې تر اوسه په ايالت کې د وسله والو له لوري په هدفي وژنواو بمي چاودنو کې د هزاره قبيلې په سلګونه وګړي وژل شوي دي. هزاره ډيموکراتيک ګوند او د مذهبي مشران يې سني افراطي ډلې د هزاره ګانوپه وژنه کې دخيل ګڼي. خو د بلوچستان حکومت بيا ادعا کوي، چې په ايالت کې ناامنۍ وضع د تېرو کلونو په پرتله ښه شوې او د ناامنۍ په پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
ددی ټول خشونت اصلی عامل و سبب کوم چه په پاکستان او په افغانستان کی روان دی د پاکستان د فوج د غلطو سیاستونو نتیجه ده ، د
، پاکستان فوج پاکستان د یو لوی بحران خواته روان کړی ، داسی نه چه د فوج چارواکی دماغی تکلیفونه ولری ، دا فوجی چارواکی باید ژرترژره خپل میډیکل چیک آپ وکړی .