برېښنا - له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا انتقال

تاند، سه شنبه، د دلوې ۲۹مه: مالیې وزارت له اغاخان بنسټ سره د بدخشان لپاره د ۹۱ میګاواټه بریښنا برابرولو د ۶۳۱ میلیونه ډالرو تړون لاسلیک کړ.

د مالیې وزارت تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې وايي، دا پروژه به ۲۲۰ کیلو ولټه بریښنا د لیږد ظرفیت ولري او ټول ولایت ته به یې مزي ورسول شي.

د دې تړون د لاسلیک پر مهال د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي ویلي، حکومت به له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره په ګډه له داخلي سرچینو څخه د بریښنا د تولید او د انرژۍ برخه کې د پر ځان بساینې لپاره کار ته دوام ورکړي.

نوموړي ویلي، د دغې پروژې تړون د ۳۰ کلونو لپاره دی چې په لومړۍ ربع کې به یې ۵۰ سلنه او په دویمه ربع کې به یې د بدخشان ۱۰۰ سلنه وګړي له بریښنا برخمن کړای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *