تاند، سه شنبه، د دلوې ۲۹مه: د هرات ولایتي چارواکو تایید کړه چې وسله والو په دغه ولایت کې د انجیل ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رئیس وژلی دی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد په دې اړه تاند ته وویل، چې قاضي عبدالرحیم تېره شپه په شیدايي سیمه کې وژل شوی دی او قاتلان یې په تېښته بریالي شوي دي.

بلخوا د هرات د والي عبدالقیوم رحیمي لخوا نن سهار په یوه خپره شوې تسلیت پاڼه کې راغلی چې عبدالرحیم عظیمي مسلکي قاضي و او تېره ورځ ناپېژانده وسله والو وژلی دی.

ښاغلي رحیمي همدا راز کشفي او جنايي ارګانونو ته امر کړی چې د هغه د قتل عاملان دې ونیسي او د قانون منګولو ته دې یې وسپاري.

والي همدا راز د څارنوالانو او قاضیانو د امنیت په خوندیتوب ټینګار کړی او په دې اړه یې اړوندو ارګانونو ته لارښوونې کړې دي.

تر اوسه د قاضي عبدالرحیم عظیمي د وژنې پړه کوم لوري پر غاړه نه ده اخیستې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *