تاند، سه شنبه، د دلوې ۲۹مه: طالبانو نن سهار د کاپیسا ولایت د ولسي پاڅونوالو پر یوه پوسته برید کړی او ۹ ځايي کسان یې وژلي دي.
د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري پېښه تاند ته تایید کړه او زیاته یې کړه چې نن سهار د نجراب په سنګر سیمه کې د افغانیه درې په حاجیانو کلي د پاڅونوالو پر پوسته برید کړی دی.
نوموړی وايي، نن سهار درې بجې لومړی په پوسته کې ماین الوځول شوی او بیا وسله وال پر پوسته ورننوتي دي: (( دا پوسته د ګل اغا شتاب ولسي پاڅونوال اړوند وه، دوی ته ملي امنیت وسلې ورکړې وې او طالبانو د پوستې موجود کسان له چاودنې وروسته ټول وژلي.))
د ښاغلي قادري په وینا، افغان ځواکونو دره افغانیه څه موده وړاندې له طالبانو پاکه کړې او دغلته د ولسي پاڅونوالو څو پوستې ایجاد شوې وې.
نوموړی وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې طالبانو دغه پوسته څه ډول په بمونو الوځولې ده.
بلخوا طالبانو ویلي چې په دغه پوسته کې یې ۱۱ ولسي پاڅونوال وژلي دي.