تاند (سې شنبه، د دلوې ۲۹) افغان طالبان وايي چې د امریکا له متحدو ایالتونو سره یې د سولې خبرې بشپړې شوي او د روانې میاشتې تر پایه ورسره موافقه لاسلیکوي.
د پاکستان د (دي نیوز) ورځپاڼه وايي، د طالبانو یوه مشر ورته وویل«له ډېرو لوړو- ژورو وروسته په دوحه کې د امریکا له متحدوایالتونو سره د سولې خبرې بالاخره پای ته ورسېدې. موږ پر ځانګړو مهمو مسلو موافقې ته ورسېدو او غالباً به د روانې (فبرورۍ) میاشتې تر پایه موافقه لاسلیک کړو.»
دغه طالب مشر، د نوم د نه څرګندولو په شرط همداراز ویلي چې دواړو خواوو سلا کړې چې د سولې د موافقې تر لاسلیکولو مخکې به په افغانستان کې دوستانه فضا رامنځته کوي او د څو ورځو لپاره به جګړه دروي.
دي نیوز زیاتوي، د طالب مشرانو په وینا کېدای شي وروسته د جګړې د درولو موده اوږده شي او پر دایمي اوربند بدله شي.
طالبان وايي چې د سولې د موافقې د لاسلیک مراسم به په دوحه کې وي او دوی غواړي چې د اسلامي، اروپايي، د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو دولتمشران او همداراز د ناټو، ملګروملتو، اسلامي کنفرانس او نورو نړیوالو موسسو مشران په دې مراسمو کې ګډون وکړي.
طالب مشران وايي، د موافقې له لاسلیکه وروسته به امریکا په لومړي ګام کې دا یقیني کوي چې د افغانستان له مختلفو محبسونو څخه ۵ زره طالب بندیان خوشي شي.
طالبان وايي چې د افغانستان د حکومت په محبسونو کې یې ۱۱ زره تنه بندیان دي.
دا ډله وايي چې د افغانستان د حکومت له لوري د ۵ زره طالب بندیانو د خلاصون په بدل کې به ۱۰۰۰ تنه بندیان، چې ډېری یې د ملي اردو او ملي پولیسو سرتېري دي، خوشي کړي.
دي نیوز وايي، مخکې په راپورونو کې ویل شوي وو چې امریکا او طالبان به د دوشنبې له ورځې (فبرورۍ ۱۷) څخه اوربند کوي خو طالبانو خونړي بریدونه وکړل او د اوربند مسله یې ځنډنۍ کړه.
د کندوز د چارواکو په وینا، طالبانو پرون د دې ولایت د مرکز په لمنه کې په سې درک سیمه کې پر دولتي ځواکونو په حمله کې لږترلږه ۱۵ سرتېري ووژل. خو طالبان وايي چې ۱۹ سرتېري یې وژلي دي.
طالبانو نن سهار د کاپیسا ولایت د ولسي پاڅونوالو پر یوه پوسته برید کړی او ۹ ځايي کسان یې وژلي دي.
د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري پېښه تاند ته تایید کړه او زیاته یې کړه چې نن سهار یې د نجراب په سنګر سیمه کې د افغانیه درې په حاجیانو کلي د پاڅونوالو پر پوسته برید کړی دی.
په همدې حال کې پاکستاني رسنیو پرون (دوشنبه) د طالب قوماندانانو په قول وویل چې د دوی حملې به تر هغو دوام لري تر څو چې مشرانو یې له امریکا سره د سولې د موافقې پر اساس د تشدد د کمولو امر ورته نه وي کړی.
په هلمند کې د طالبانو یوه قوماندان دي نیوز ته وویل«موږ ته تراوسه خپلو مشرانو د اوربند په اړه کوم پیغام نه دی رالېږلی.
http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/144601
د سولې له مذاکراتو یوې باخبره سرچینې تاند ته ویلي، چې طالبانو او امریکا د ټولو امریکايي سرتېرو په وتلو خو د سي آی ای د استخباراتو په حضور هوکړه کړې ده.
سرچینه وايي، امریکا او خصوصا د ټرمپ اداره غواړي چې په افغانستان د لویو پوځي مصارفو پر ځای د استخباراتو له لارې سیمه کنټرول کړي.
http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/144608
کله چی خلیلزاد بیا بیاځلی اسلام آباد سفر کوی او له عمران او قریشی سره بیا بیا خبری کوی نو لدی معلومیږی چی امریکا دلته د وضعیت د ښه کیدلو لپاره کار نه کوی دوی غواړی چی دا ځل امریکا او پاکستان په نفعه باندی دولت جوړ کړی