تاند، سه شنبه، د دلوې ۲۹مه: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له زلني خلیلزاد سره په لیدنه کې هیله ښودلې چې راتلونکو ورځو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي او دا کار افغاني مذاکراتو ته لار هواره کړي.

عمران خان تېره ورځ له خلیلزاد سره لیدنه کړې خو معلومات یې نن په پرلپسې ټویټونو کې ښکاره کړي دي او ویلي یې دي چې خلیلزاد ورته د وروستیو پرمختګونو اړوند معلومات ورکړي دي.

عمران خان ویلي، دی یو هوسا، باثباته او ولسواک افغانستان غواړي او د سولې بهیر کې د خپلې همکارۍ ژمنه بیا تکراروي.

عمران خان، خلیلزاد ته ویلي، پاکستان د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې د وروستي پرمختګ هرکلی کوي: (( اسلام آباد د افغانستان د سولې او پخلاینې پروسه اسانتیاو رامنځته کولو ته دوام ورکوي، ځکه له افغانستان وروسته، پاکستان دی چې په دغه ګاونډي هیواد کې له سولې او ثبات څخه به ډیره ګټه پورته کوي.))

لومړي وزیر عمران ټینګار وکړ چې د سولې د تړون لاسلیک او عملي کول به له پاکستان څخه د میلیونونه افغانانو ستنېدو ته لار هواره کړي.

خو دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر اشرف غني بیا د مونیخ په څنډه کې د افغانستان د سولې په تړاو د پاکستان په نیت شک ښکاره کړی او ویلي یې دي چې پاکستان باید د ترهګرو ملاتړ بند کړي او په سیمه ییز امنیت یو ګډ تفاهم ورسره رامنځته شي.

One thought on “عمران خان خلیلزاد ته: افغانستان کې دایمي ثبات او جمهوري نظام غواړو”
  1. اصلآ پاکستان هیواد او امریکا اوس وخت کی د افغان سولی غم ندی وړی دوی کیدای شی د ایران او چین په اړه د دوی نهایی نظر خپل کړی یعنی کچیری طالبان په افغانستان کی د ایران او چین او روسیی په وړاندی امریکا د حملی مخالفت کوی نو پاکستان سره خبره کوی چی طالبان لومړی دی خبری ته تیار کړی ترڅو موږ سره په افغانستان کی ستونزی پیدا نکړی

    ځکه ویل کیږی چی لا تر اوسه ټرمپ ندی ویلی چی موږ ټول پوځ باسو بلکه ویلی دی چی لا تر اوسه د طالبانو په دریځ باندی شک لری نو کچیری پاکستان سره امریکا جوړ راشی نو ستونزه نشته یعنی پاکستان د افغانستان سولی لپاره لا اوس هم کریډیټ اخیستلو په دوران کی ده

    کیدای شی امریکا یو اندازه قرض معاف کړی کله چی مشرف د بوش په طرف ودریده او امریکا سره هوایی او ځمکنی آډی ومنلی نو امریکا پآکستان ته زیاتره قرضه معاف کړه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *