په ولسواکي کې له یوه فرده نیولې بیا تر لویو ټولنو او دولتونو ټول چلښت، فعالیت، چوکاټونه او پریکړې په ولس پورې تړلي. څه او په څه ډول چې ولس وغواړي، هماغسې مخته ځي، خو چې ریښتیني ولسواکي وي او په ولسواکۍ اګاه او برخه اخیستونکی ولس موجود وي. یو څه، چې ولسواکي تر سوال لاندې راولي، بیروکراتانو او فاسدینو ته د استبدادي حکومت او فساد لار خلاصوي او له ولسه د خپل برخلیک واک اخلي، هغه ولسي بې دریځي، د لویو چارو او مسؤلیتونو په وړاندې ولسي بې تفاوتي، بې غوري، فعال او ویښ نه پاتې کېدل، له سیاسته په فاصله کې اوسېدل او عموم کې د خپل ځان او په ځان تاثیر لرونکو پریکړو کې هېڅ کار نه لرل دي!
حکومتونه ولسونو او ټولنو، د دوی خدمت، نظم، اړتیا او غوښتنو ته جوړېږي، چې باید کار ورته وکړي او همدا خپله موخه وګرځوي. دا خبر، حتا په شاهي او استبدادي نظامونو کې هم د کاذب قناعت ښکارندوی ده. داسې، چې حاکم که ظالم هم وي، ځان د ولس خدمتګار ځکه بولي، تر څو له ولسي غبرګونه خلاص وي. اما، هغه حکومتونه چې که ولسواک او مکمل پاک هم وي، چې ولسي بیک آپ او د پوښتلو ډار له شا ونلري، کار نکوي؛ که کوي یې هم، نو هغسې، څنګه چې د دوی زړه وی، نه د ولس غوښتنه!
خو، چې ولس خاموش وي، د سولې، انتخاباتو، ډیورنډ لاین او نورو لسو و شلو برخلیک ټاکونکو موضوعاتو په وړاندې بې دریځه او بې تفاوته وي، حکومت به څه د کار بهرنۍ انګیزه، فشار او جواب ته مجبوري حس کړي؟ خو ښکاره ده، چې دا احساس نه کوي او چې مخته هم ځي، نو په خپله خوښه او ولس له نظره غورځولي حالت کې به روان وي.
پښتو کې متل دی، وای چې ووړ(ماشوم) وژاړی، نو مور تی (شیدې) ورکړي!
کوم ولسونه، چې دریځونه او تفاوتونه نلري، حق نغواړي او حکومت په یو څه ورکولو، غوښتنو منلو او ولسي مفاد ولاړ سیاست کولو نه محبوروي، نو یاد دې ساتي، چې هېڅکله به هم د مور تی ونه وینې!
خیر؛ موږ وویل، چې ولسي بې دریځي لمړۍ او لویه ستونزه ده. دا څنګه؟ یوه ټولنه په لسهاو ستونزې لري، ولسي بې تفاوتي ولې له ټولو مخکې او لمړۍ بلل کېږي. په همدې غږېږو.
ولسي بې دریځي او د چارو په وړاندې بې تفاوتي شاید په استبدادي او شاهي نظامونو کې ستونزه ځکه هم ونه ګڼل شي، چې هغوی ولس ته له سره غوږ نه نیسي، غوښتنې او نظرونه (دریځونه) یې ارزښت ورته نه لري او نه یې هم عملي کوي، خو په ولسواکو دولتونو کې، چې خپل جوړښت یې له ولسه رامنځته شوی وي، دا ډېر ارزښتمند او د دولت و حکومت مخته وړنکی مورد دی. نو؛ هغو ولسونو او هېوادونو کې، چې حکومتي جوړښت یې په ولسواکي ولاړ وي، ولسي دریځ یې د سر ماغزه حسابېږي، چې ټولې پریکړې او تصمیمونه یې باید له مخې او نظر کې نیولو سره وشي. ښا نو، په داسې یوه هېواد کې، چې جوړښت یې ولسواک وي او ولس پکې له خپل نظر، پریکړې او دریځه بې برخې یا غیرفعال وي، څه فکر کوئ، چې پریکړې به یې څوک او څنګه کوي؟!
ښکاره خبر ده، چې یا به یې پردي کوي، یا داسې خپل، چې د ولس له منځه، د ولس په خوښه او ګټه څوک نه وي. اصلاً دوی ته دا فرصت خپله ولس رامنځته کړی، چې ځان یې له صحنې باسلی، میدان یې دوی ته ور خوشي کړی او خپل هېڅ دریځ یا د فشار کوم عمل و لاره نلري! نو ځکه هم، ولسي بې دریځي، موږ لمړۍ او اساسي ستونزه بولو.
بل د یوه هېواد یا مملکتونو ټولې چارې د سیاست له مخې مخته ځي، چې پراخه غیږ لري، ډېر څه، بلکې ټول څه په ځان کې رانغاړي، چې د ولس رول، ګډون او اړخ نیول پکې اساس دی، د کوم له برکته چې سیاست ساه اخلي او مخته ځي؛ اما د ولس په دا شان بې تفاوتۍ کې، لکه پاس مو چې یادونه وکړه، سیاست هم مخته نه ځي او چې لاړ هم شي، داسې به ځي، لکه نن په افغانستان کې زموږ د افغانانو، چې د ولسي استازولۍ پکې هېڅ څرک نه لګېږي. بل مخته که ځي هم، نو له ولسه بغیر د نورو په لاسونو او خوښو؛ چې دا هم د ولسي بې تفاوتۍ له وجې مرګونی حالت دی او له همدې وجې، موږ ولسي بې دریځي له بل هر څه لمړۍ او اساسي ستونزه بولو.
همداشان، کله چې ولس د چارو په وړاندې بې تفاوته وي، غږ نه پورته کوي، دريځ نه نیسي، نو حکومت او مسؤلین د دودی له غوښتنو، ضرورتونو او ارمانونو نه خبرېږي او چې خبر نه شي، نو څه به د دوی لپاره کار وکړي؟ که دوی دا غواړي، چې غږ او ارمان یې پوره شي، نو ولسي دریځ او د غوښتلو قوي ولسي کتله دې له یوه واحد دریځ سره رامخکې کړي. دې سره تړلې بله موضوع، چې د حکومتي اصلاحاتو بحث دی، هم ولسي دریځ پورې تړلې، تر هغو چې ولس جدي نشي، تغیرات ونه غواړي، نو دولتي تګلارې به څه روغې او سمې شي؟
خو له دې ټولو ډېر خطر، چې له ولسي بې تفاوتۍ او بې دریځۍ یې د رامنځته کېدو خطر دی، هغه له کلي او کوره شروع بیا تر لویې کچې د خودسرۍ رامنځټه کېدل او انارشۍ ته لار جوړېډل دي، چې متاسفانه موږ یې یوه ترخه تجربه هم لرو او دا د نطامونو تر کچې رسېدای شي، چې که ولس همداسې ګونګ وي، خطر یې تر دې حده هم ممکن دی.
او اخر کې وروسته له دې، چې ولسي بې تفاوتي له سیاته نیولې، بیا تر ولسي ارمانونو، حکومتي اصلاحاتو او د نظامه تر حده بارز رول لوبوي، غواړم یو زموږ د ولس او نورې نړۍ خلکو ډېر ووړ خو ښکاره توپیر واضح کړم. نوره نړۍ کې چې د رومي بانجانو نرخ هم دوه روپۍ بې ځایه زیات شی، یا د برق بیل کې بې ضرورته زیادت راشي، نو ټول خلک سرکونو ته راوځي او د لوډشیډنګ یا قیمتۍ پنوم لاریونونه کوي، مګر میړني افغان ملت کې هره ورځ وینې بهیږي، سرونه پرې کېږي، سل و زر آفتونه راځي، خو ملت ویده دی، صرف غږ هم نشي لوړوای! هغه لویې سیاسي معاملې خو یې لا پر ځای پرېږدئ. نو که تغیر غواړو، ژوند غواړي، خپلواکي او خپله هره بله انساني غوښتنه پر ځای کول غواړو، باید بې تفاوته پاتې نشو، دریځ ولرو، شور جوړ کړو، تر څو د ماشوم غوندې وژاړو او د مور تی(شیدې/ژوند او رشد) وګټو!