تاند، سه شنبه، د دلوې ۲۹مه: د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله وايي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا اعلان شوې نهایي پایلې به دې ټیم ته د منلو وړ نه وي.
د ثبات او همپالنې ټیم ویاند فریدون خوځون وایي، چې ټاکنیز ټیم یې په رسمي ډول له پروسې څخه راوتلی دی.
ښاغلي خوځون دا هم وویل چې له ټاکنو سره یې د ټیم د پریکون لامل د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د کمیشنرانو غیرقانوني کړنې وې، چې د هغه په وینا یې خپل مشروعیت له لاسه ورکړی: “دا طبیعي خبره ده چې د دوی پایلې موږ ته د منلو وړ ندي، له دې چې هر څه عواقب راپورته شول مسوولیت یې د کمیسیون او غړو پر غاړه دی.
د ثبات او همپالنې بل غړی فضل احمد معنوي هم په ټویټر لیکي: ((موږ له پروسې بهر شو. نه د کمشنر په نوم یوه موسسه زموږ سره مشروعیت لري ، او نه یې هم پایلې، د پایلو د نه مشروعیت په اړه هر څه روښانه دي وخت به هر څه ته ځواب ووایي؟))
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه باوري سرچینه تاند ته وایي، محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو د نهایۍ پایلو له مخې ګټونکی نوماند دی.
دغه سرچینه وایي، د جنجالي او تفتیش وړ ټولو رایو يه اړه د ټاکنو کمېسیون پلټنې بشپړې شوي، راپور یې د شکایتونو کمیسیون ته ورکړل شوی او کمیشنران فی الحال په یوه بنده خونه کې له ماسپښین راهیسې په مجلس بوخت دي چې تر راوتلو سمدستي وروسته به پایلې اعلان کړي.
د سرچینې په حواله اشرف غني له پاکو رایو سره بریالی نوماند دی لو د مازیګر تر پنځو بجو پورې به یې د ولسمشر اعلانیدو پورې ټول کارونه خلاص شي.
سرچینه وایي، د ټاکنو د نهایي پایلو په اړه هیڅ شکمن شی له پلټنې پرته نه دی پاتې او هر څه په شفاف ډول مخته تللي دي.
گلمرجان ی نه منی په گلمرجان باندی په دی تاکنوپایلی شی ومنی په تول عمر په قسم که اومنی هله به ی منی چه په خپله دی ریس جمهور اعلان کری الله ج دی گلمرجان ته انصاف ورکری دومره چوکی غم وری چه ملک بحران ته بیای خو خپله ناکامی نه منی
د ثبت او همپالنی سهامی شرکت باید دهغو کمیشنرانو فیصلی ومنی چه ددوی اونورو کاندیداانوپه رایه راغلی او انتخاب شوی . نه منل نو اوس ورته شرم دی په دی معنی چه د خپل تعهد خلاف ورزی کوی . دا نو د افغانستان د زوریدلی او عظیم ملت سره ډیره جفا او خیانت دی چه یوه ډله خپل ملی تعهدات ماتوی . دزور او زورواکی وخت نور تیر شوی ، باید چه د انتخاباتو دواړو کمیسیونونو نهایی فیصلی ته غاړه کیږدی او نوی رئیس جمهور ته د جمهوری فرهنگ مطابق مبارکی ووایی . د سهامی شرکتونو فرهنگ هم چاچه شروع کړی ؤ نوریی وخت ختم شوی دی آینده حکومت به هیڅکله هم دوه سری حکومت نه وی ددوه سری حکومت وخت هم په افغانستان کی نور نشته ، ځکه د کافی فساد او د پرمختګ د موانعو سبب شو .د موازی حکومت اصطلاح د بی شرمی ، بی غیرتی ، ناکامی او عقدی نه راوتلی اصطلاح ده ، ځکه د افغانستان ملت مرگ منی خو تجزیه نه قبلوی . د تروریسم پدیده هم مخ په ذلت او زوال ده ، ددی د ختمیدو وخت هم را نژدی شوی دی ، د تروریسم د ایجادونکی او حامی دولت پښی په لړزیدو دی .
د آینده دولت نه د ملت دا هیله ده چه فساد اداری ختم شی ، ادارات د با اهلیته او با ظرفیته کسانو تر مدیریت لاندی راوستل شی ، وخت وژونکی بیروکراسی ختمه شی ، زیربنایی او اساسی پروژی رامنځ ته شی چه دا مملکت په خپلو پښو ودروی ، ملت ته باید حساب ورکوونکی او حساب اخیستونکی اوسی .
ښاغلي احدي خو ډير خوابدی بريښي ځکه چه د افغان اولس ارمانونه يي ونشواي کړای چه د عبدلله تر ريس جمهوري لاندي پوره کړي
خير بزک بزک نه مر که جو لغمان ميرسه
زه پداسې حال کې چې جلالتمآب دوکتور محمد اشرف غني ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ لپاره د دوي د بیاځلې بریا مبارکي وایم ، دوی ته په دې دوره کې د لاښه خدمت او د افغانستان ټول ملت لپاره د سوکالۍ او پرمختګ دعا کوم.
هر انتخابات او ټاکنې یو بریالی لري . د نړیوالې دموکراسۍ اصول دا ایجابوي چې ټول پاتې کاندیدان خپله ماتې ومني او خپل سیاسي حریف یا رقیب ته د مبارکي ویلو ترڅنک د خپل وطن د علیا منافعو او د اکثریت ولس د رایو درناوي لپاره له هغوي سره همکاري وکړي.
I mam wondering, why is Mr Ahadi standing in the back of Gul-Marjan?