نعمت الله خالد
د ميلمه مجلې شپږمه ګڼه د پکتيکاولايت له ارګون ولسوالۍ څخه د ۱۰۰۰ ټوکو په شمير د چاپ په زيور ښاېسته شوه دا مجله په ۴۱ مخونوکې په خورا ښايسته صحافت ښکلی ډيزاين او رانګه تصويرونو سره له چاپه راووته.
مېنه مجله چې د ارګون د ځوانانو د فرهنګي ټولنې په مالي لګښت چاپ شوي په لمن کې يې ارزښتناکې علمي او فرهنګي ليکنې ،د ليکونه ،شعرونه ،لنډې کیسې، په زړه پورې روغتيايې او ښوونیز مطالب را ټول شوي چې د لوستنکو تنده به
خړوبه کړي د مجلې د مخ پوښتۍ باندې د ښرنې ښار، د مخابراتو د وزير او د کرکټ د اتلانو انځورونه چاپ دی.
داخپرونه د ارګون د څوانانو د فرهنګي ټولنې د بااحساسه ځوانانولخواخپريږي . د مېلمه مينه وال کولای شي دافغانستان له ګوټ ګوټ کتاب پلورنځيوڅخه محبت ترګوتو کړي همدارنګه له قلم چلوونکوڅخه هيله کيږي چې د ميلمه دښکلا لپاره زموږسره هرډول همکاري ونه سپموي.
موبایل شمیره : ۵۳۷ ۶۲۰ ۷۷۷ (۹۳)+ ۵۳۷ ۶۲۰ ۷۰۰ (۹۳)+
بریښنالیک : [email protected]