ښاغلی خلیلزاد

تاند، چهارشنبه، د دلوې ۳۰مه: د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د غني د پخواني لومړي مرستیال جنرال دوستم لیدو ته جوزجان ته تللی.

تر دې وړاندې تېره شپه خلیلزاد او د امریکا د سفارت سرپرست سفیر د عبدالله سره هم لیدلي وو او په مهمو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې وې.

خلیلزاد داسې مهال د دوستم ملاقات ته ورغلی چې هغه لومړی ویلي وو چې د ټاکنو پایلې ورته د منلو نه دي او که د غني په ګټه اعلان شوې موازي حکومت به اعلان کړي.

تر دوستم وروسته د عبدالله په ګډون د هغه د ټیم نورو غړو هم ویلي وو چې د ټاکنو نهایي پایلې له درغلیو ډکې او ورته د منلو وړ نه دي.

One thought on “خلیلزاد په دوستم پسې جوزجان ته ولاړ”
  1. د ولسشریزو ټاکنو تر اعلان وروسته چې پکښي ولسمشر غني بریالی اعلان سو ډاکټر عبدالله ځان د ولسمشریزو ټاکنو بریالی نوماند وټاکی نوموړي وویل چي ژر به ټول شموله حکومت جوړ کړي. خو له دې خبري وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي او د امریکا سفیر له ډاکټر عبدالله سره وکتل. په دې کتنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر صلاح الدین رباني هم حضور درلود.
    داسي ویل کیږي چي په دې لیدنه کې زلمي خلیلزاد او د امریکا سفیر کوښښ کړی څو ډاکټر عبدالله له خپل تصمیم څخه تیر کړي.
    دا په داسي حال کې دی چي تیر ځل ولسمشریزو ټاکنو کې هم ډکټر عبدالله لويي جرګي ته د حکومت د اعلانولو په موخه روان ؤ چي په لار کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه ورته زنګ راغی او نوموړی له خپل تصمیم څخه لا س په سر سو.
    خو دا چي دا ځل به د زلمي خلیلزاد او د امریکا سفیر لیدنه څه اغیز وکړي او فشار به يې څومره را ټیټ سي. دا پوښتنه به وخت ځواب کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *