تاند، پنجشنبه، د حوت لومړۍ: افغان ځواکونو په بدخشان ولایت کې د طالبانو مهم قومندان عطاالله وژلی دی.

د دفاع وزارت لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي چې قومندان عطاالله تېره شپه د بدخشان په بهارک ولسوالۍ سرپول سیمه کې وژل شوی دی.

وزارت وايي، قومندان عطاالله په بهارک ولسوالۍ کې د ټولو ترهګریزو کړنو طراح، مسوول او همغږي کوونکی و، خو طالبانو د عطاالله د وژل کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

بدخشان له یوې مودې راهیسې د وسله والو پر ضد د پراخو عملیاتو شاهد ولایت دی، په داسې حال کې چې د سږني کال تر پیله پورې هلته د طالبانو او نورو وسله والو ډلو پراخ حضور تایید شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *