Sen. Lindsey Graham speaks as Supreme Court nominee Brett Kavanaugh testifies before the Senate Judiciary Committee on Capitol Hill in Washington, DC, U.S., September 27, 2018. Michael Reynolds/Pool via REUTERS - RC1C49B8EB20

تاند، پنجشنبه، د حوت لومړۍ: د امریکا د کانګریس مخکښ غړي لینډسې ګراهام ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د بیا ځل ولسمشر انتخابېدو له کبله مبارکي ویلې ده.

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه ټاکنو کې د افغانانو د جراتمندانه ګډون ستاینه هم کړې ده او ویلي یې دي، دا د عبدالله عبدالله او نورو لپاره چې په جمهوري ډول یې خپل غږ پورته کاوه، یوه سخته پروسه وه.

لینډسې ګراهام ویلي، کله چې په افغانستان کې د جمهوریت او ولسواکۍ خبره کېږي نو شاته د ستنېدو هیڅ اړتیا نشته.

وروسته له هغه چې ولسمشر غني ته پرون د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ وثیقه ورکړه، نو اروپایي ټولنې، ملګرو ملتونو او یو شمېر امریکایي سناتورانو ولسمشر غني ته په ټاکنو کې بیا ځلي د بریالي کېدو مبارکي ورکړه.

دغه راز د کویت ولیعهد شیخ نواف الاحمد الجابر الصباح او لومړي وزیر شیخ صباح الخالد الحمد الصباح هم ولسمشر غني ته مبارکي ویلې ده.

ولسمشر غني پرون د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه د ولسمشرۍ وثیقه ترلاسه کړه او ټاکل شوې د یوې میاشتې په دننه کې د تحلیف مراسم ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *