تاند، پنجشنبه، د حوت لومړۍ: مشهورې اېشیان اېج نشریې پر هند غږ کړی دی چې امریکا غواړي په افغانستان کې يې سرتېري میشت شي، خو دغه هیواد دې افغانستان ته د سرتېرو د لېږلو په تړاو د شته فشارونو پر وړاندې مبارزه وکړي.
د ایشیان اېج نشریه په خپل یوه مطلب کې لیکي امریکايي چارواکو په دې وروستیو کې هند ته سفرونه ډېر کړي دي او پر دغه هېواد ښايي فشارونه هم ډېر وي.
نشریه زیاتوي امریکا پر هند وسلې پلوري، ښې اړیکې ورسره پالي نو په مقابل کې یې ښايي له دغه هېواد تمه ولري چې افغانستان ته سرتېري واستوي.
د سرچینې په وینا امریکا غواړي چې له افغانستان خپل ځواکونه وباسي او پر ځای یې هند هلته خپل سرتېري ځای پر ځای کړي تر څو ترهګرۍ پر ضد جګړه وکړي.
په مطلب کې وړاندې راځي چې هند باید ددغه ډول فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي او هېڅ وخت دې خپل سرتېري افغانستان ته نه استوي.
ایشیان ایج لیکي هند باید د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله و نه کړي او د سرتېرو په لېږلو ښایي د افغانانو له نفرت او کرکې سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ څو ځله په خپلو ویناو کې ویلي، چې دوی د نړۍ پولیس نه دي بلکې افغانستان کې دې هند، چین او روسیه له ترهګرۍ سره جګړه مخته یوسي.
مګر بلخوا پاکستان په افغانستان کې د هند د سیاسي نفوذ د مهال او کنټرول غوښتونکي دی چې د شنونکو په وینا نظامي حضور به یې د افغانستان په خاوره د پاکستان او هند جګړه تونده کړي.
د هندي سرتيرو راتګ په نوم به پکستان بيا د جهاد غږونه پورته کړي او د هندو او مسلمان جګړی پيلول به وغواړي. پکستان يو مکار هيواد دی چی بيا به مسلمانان وغولوي، ځکه خو نه هند او نه امريکه دا کار وکړي.