تاند، پنجشنبه، د حوت لومړۍ: افغانستان له اتلسو کلونو وروسته د مالي او اقتصادي اصلاحاتو د پروګرام له کبله د پیسو د نړیوال صندوق شپږ پړاوه ارزیابۍ بریالی راووت.

د مالیې وزارت مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، د پیسو نړیوال صندوق پلاوي د افغانستان د اقتصادي او مالي اصلاحاتو له کبله خوښي او رضایت ښودلی دی.

نوموړی وايي، د پیسو د نړیوال صندوق پلاوي په افغانستان کې د مالي سکټور اصلاحات، بانکي اصلاحات، د عوایدو راټولونې سیسټم، د اقتصاد مؤثر مدیریت، اقتصادي وده، د فساد پر ضد مبارزه او نور ګڼ شاخصونه څېړلي دي چې پخوا په کې افغانستان له ستونزو او فساد سره مخ و.

د ښاغلي ځدراڼ په خبره دغه بریالیتوب له افغانستان سره د اصلاحاتو په برخه کې د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام ته لاره خلاصوي ځکه پخوا به افغانستان خپل مالي ثبات نه شو ساتلی چې له کبله یې مرستې کمې شوې وې: (( اوس د اصلاحاتو له کبله زموږ عواید ۲۰۸ میلیارده افغانیو ته رسېدلي په داسې حال کې چې اټکل مو ۱۸۸ میلیارده افغانۍ و چې اوس موږ کولی شو خپله ۴۹ سلنه بودیجه پخپله تمویل کړو.))

نوموړي زیاته کړه مالیې وزارت د انرژۍ په ۶ لویو پروژو کار پیل کړی دی چې ورسره به ۳۹۰ میګاواټه بریښنا تولیدېږي : (( له دغې بریښنا به ۲۰۰ زره کورنۍ ګټه اخلي، همدا راز به ۳۰۰ نورې فابریکې هم ورسره ایجاد شي.))

افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د پیسو د نړیوال صندوق د اعتبار اخیستنې برخه کې د اسانتیاو د رامنځته کولو برنامې غړی شو او له همغه وخته راهیسې یې د دغه صندوق لخوا په شپږو پړاوونو کې ارزونه پیل شوه چې د هر پړاو په بشپړېدو سره یې افغانستان ته ۶ میلیونه او ۲۰۰ زره ډالر هم ورکول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *